روزنامه اصلاح

جګړه کې ښکېل لوری له بشر حقونو سرغړونه کوی

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې په جګړه کې ښکېلې خواوې د بشر حقونو له نړیوالو اصولو نه په سرغړونو تورن کړی دی.
د دغه کمېسیون په باور د جګړې قوانین، په تېره د ملکیانو او ښځو خوندیتوب نه‌رعایت کېږی او ښځې او ماشومان د روانې جګړې اصلی قربانیان ګڼی.
د یاد کمېسیون د رسمی شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۸۴۷ ښځې او ۲۰۱۹ ماشومان د جګړو قربانی شوی دی.
د یاد کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د ښځو او ماشومانو د قربانی کېدو د مخنیوی لپاره ژر تر ژره اوربند وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په کندهار ولایت کې په یوه وسله‌واله حمله کې د دغه ولایت د پولیسو د ۱۱مې حوزې د جنایی امر امېندواره ښځه ووژل شوه.
دغه حمله هغه مهال وشوه جې د ۱۱مې حوزې جنایی امر خپله مېرمن د زېږون لپاره روغتون ته لېږدوله. په دغه حمله کې د پولیسو امر او د مور په نس ماشوم ټپیان شوی دی.
د شنبې په ورځ د خوست ولایت د صبریو د ولسوالۍ اوسېدونکو او طالبانو، امنیتی ځواکونه د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولسوالۍ د ۲۰ کسانو په وژلو تورن کړل، خو دغه ادعا امنیتی ځواکونو رد کړه.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوی چې د جګړې د اصولو رعایت او د ملکیانو خوندیتوب د دوی په لومړیتوب کې دی.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه وایی: “په ځینو مواردو کې دښمن د غیر نظامیانو د هستوګنې له کورونو نه د حملو لپاره استفاده کوی، موږ یې منو چې په غیر عمدی توګه غیر نظامیاو ته زیان رسېدلی، خو په ټوله کې د جنګ د اصولو رعایت زموږ لومړیتوب دی.”
افغانستان د ۱۹۴۹ کال راهیسې دجنوا د کنوانسیون غړی دی چې له مخې یې په جګړه کې ښکېلې خواوې مکلفې دی څو ملکیانو ته له مالی او ځانی زیان رسولو ډډه وکړی او د ملکی کسانو په تېره د ښځو او ماشومانو خوندیتوب ته ځانګړی اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید