روزنامه اصلاح

جورج بوش «پلار» په ۹۴ کلنۍ ومړ

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش ‘زوی’ اعلان کړی چې پلار یې – د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش ‘پلار’ په ۹۴ کلنۍ ومړ.

د بوش کورنۍ یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په ایس ار مشهور جورج بوش ‘پلار’، د جمعې په ماښام مړ شوی دی.

نوموړی مخکې له دې چې په ۱۹۶۴ کال د جمهوریپالو له خوا سیاست ته ننوځی، د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال ټکساس کې پیلوټ و.

په تېره اپرېل میاشت کې نوموړی د خپلې مېرمنې باربرا له مړینې یوه اونۍ وروسته روغتون ته لېږدول شوی و.

جورج ایچ ډبلیو بوش د ۱۹۸۹ کال جنورۍ کې د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

نوموړی وړاندې اته کاله د ولسمشر رونالډ ریګن مرستیال پاتې شوی

نوموړی داسې مهال سپینې ماڼۍ ته ورسېد، چې په ختیځه اروپا کې کمونیزم د پرځېدو په حال کې و او له پخوانی شوروی اتحاد وروسته امریکا د نړۍ یوازېنی لوی ځواک ګڼل کېده.

جورج هیربرټ واکر بوش د ۱۹۲۴ د جولای پر ۱۲مه د ماساچوسټ ایالت به میلټن کې زیږېدلی و. پلار یې بانک کې پانګوال و چې وروسته امریکا کې سناتور شو.

نوموړی په رضاکارانه ډول د امریکا سمندری ځواک کې له پیرل هاربر وروسته دنده پیل کړه.

نوموړی په ۱۸ کلنۍ کې د امریکا د هوایی ځواک افسر او بیا پیلوټ شو.

پر جورج ډبلیو بوش د ۱۹۴۴ کال سپتمبر کې د بمبار پرمهال برید وشو. د نوموړی الوتکه لوخړو کې پټه شوه اور یې واخیست او دواړه وزرونه یې وسوځېدل.

ممکن است شما دوست داشته باشید