روزنامه اصلاح

جنرال سکاټ میلر: هلمند کې د طالبانو بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې سرغړونه ده

افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلی په هلمند کې د طالبانو روانه جګړه د هغې هوکړې سرغړونه ده چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د دې ډلې او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې ده.
جنرال مېلر پر طالبانو غږ کړی چې سملاسی په هلمند کې جګړه پای ته ورسوی او په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړی.
نوموړی ویلی چې دغه بریدونه د افغان سولې پر روان بهیر هم منفی اغیز کولی شی.
بل لورته د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقی په یوه خبری غونډه کې وویل چې افغان حکومت پر هلمند د طالبانو بریدونه په “جدیت محکوموی” او د دې بریدونو مانا ده داده چې ” طالبان د افغانانو هغه غوښتنه نه منی چې د تل پاتې سولې لپاره یې لری”. صدیقی وویل:
“موږ د جګړې پر پای ته رسولو ټېنګار کوو، له بده مرغه د طالبانو وروستی بریدونه او هغه ورانی چې دوی عام المنفعه ځایونه ته اړولی د دې لامل کیږی چې د افغانستان خلک د سولې له روان بهیره ناهیلی شی”.
هغه وویل د طالبانو جګړه په دې معنی ده چې دوی سولې ته ژمنتیا نه لری، او د خلکو او نړیوالو غوښتنې ته ارزښت نه ورکوی.
ښاغلی صدیقی پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې دوام لپاره بهانه نه ده پاتې او په کار ده چې طالبان له جګړې لاس واخلی او د سولې خبرو ته دوام ورکړی.
افغانستان کې د میشتو امریکایی ځواکونو ویاند سونی لګېټ پر ټویټر یوه بیان کې ویلی چې په تېرو دوه ورځو کې افغانستان کې میشتو امریکایی ځواکونو په هلمند کې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې له افغان ځواکونو نه د دفاع لپاره هوایی بریدونه کړی دی.
هغه ویلی دا دفاع یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په رڼا کې شوې ده او که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوی نو دوی به یې ملاتړ کوی.
له دې وړاندې د هلمند امنیه قوماندان ویلی وو، پر لښکرګاه او شاخواو سیمو د طالبانو پراخ بریدونه په شاتمبول شوی او د طالبانو هغه پلان یې شنډ کړی چې دده په وینا د هلمند د نیولو لپاره یې جوړ کړی.
امنیه قوماندان خلیل الرحمن جواد ویلی په ځوابی بریدونو کې ۱۷۰ طالبان وژل شوی دی.
دوحه کې خبرې، افغانستان کې جګړه؛
د هلمند پر مرکز او شاوخوا سیمو کې یې طالبانو داسې مهال پراخ بریدونه کړی او ځینې سیمې یې نیولی چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچی پلاوی د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې کوی.
دواړه پلاوی لا هم د خبرو پر کړنلاره نه دی سلا شوی او په ځینو مواردو کې جدی اختلاف شته. د دې اختلاف د هواری لپاره د رپوټونو له مخې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅې پیل کړیدی.
پر هلمند د طالبانو برید وروسته له هغه چې دوحه کې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې لاس لیک شوې تر ټولو پراخ بلل شوی.
طالبانو پر هلمند د برید په اړه ډېر څه نه دی ویلی، یوازې ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلی چې د خلکو له خوا د هلمند د بریښنا سب سټیشڼ ته لږ زیان اوښتی وو خو د دوی وسله والو خلک منع کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید