روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د کابل په ریشخوروکې د کرنې او مالدارۍ د وزیر او د کابینې د یو شمېر نورو غړو او دولتی مقاماتو په حضور کې لومړنی معیاری مسلخ د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست. جمهور رئیس د دغه مسلخ د پرانیستې پرمهال د کرنې وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته د مبارکی ترڅنګ د مسلخ د بېلابېلو برخو د لیدنې پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی جمهور رئیس ته په هغه اړه معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غنی وویل، دغه مسلخ خلکو ته د دوامداره کاری زمینو د برابرولو ترڅنګ په یوه شفټ کې د ۵۰۰ پسونو او سل غوایانو د حلالولو او تر شپږ میاشتو پورې د غوښې د ساتلو ظرفیت لری.
جمهور رئیس وویل، په دغه مسلخ کې په اسلامی طریقه حلاله کېږی. هغه زیاته کړه،ریشخور مسلخ به له روغتیایی، محیطی او اقتصادی پلوه امنیتی او دفاعی ځواکونو، بېلابېلو ادارو او هوټلونو ته اعتباری غوښه برابره کړی.
د اسیا پراختیایی بانک په مالی مرسته دغه جوړ شوی مسلخ طبی معاینه، قطن، د بسته بندۍ مرکز، لابراتوار، مالی او اداری برخه، د اوبو پاکولو کارخانه، د بېلابېل ظرفیت لرونکې اته سړې خونې او د پېرېدونکو د خدماتو برخې لری. ریشخور مسلخ ۲۴۰۰ کسانو ته دوامدار کاری فرصتونه برابروی او یوازې د کال په یوی کاری نوبت کې د یو میلیون کسانو د غوښې اړتیاوې پوره کوی.