روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی: په تېره یوه اوونۍ کې نېږدې دوه زره طالبان وژل شوی

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، په تېره اوونۍ کې کابو دوه زره طالبان د امنیتی ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

ولسمشرغنی چې د لویې جرګې په تالار کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې په تېره اوونۍ کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتی دی.

ده وویل، تېره اوونۍ کابو دوه زره طالبان د افغانستان له دفاعی اوامنیتی ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

دی وایی: له وژنو او وینو خوښ نه یم، خو نن درسره یوه شمېره شریکوم چې د طالبانو مسؤلین پوه شی، په تېره اوونۍ کې څه باندې زر طالبان وژل شوی چې ډېر شمېر یې دوه زرو ته رسېږی، د دوی د وژلو مسؤلیت د طالبانو د سیاسی ډلې پرغاړه دی، موږ د تېر کال د اختر په شان اوربند غوښت، که اوربند یې منلی وای، دغه وژل شوی طالبان به په دې حالت کې نه وو.

ښاغلی غنی په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو له حملې وروسته چې د یوه امریکایی په ګډون پکې ۱۲ تنه ووژل شول، له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په خپل هېواد کې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د یادولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، امریکایی ځواکونو په تېرو څلورو ورځو کې په افغانستان کې دښمن ته داسې کلک ګوزارونه ورکړی چې بیلګې یې په تېرو لسو کلونو کې نه لیدل کېږی او دغه حملې به جاری وی.

د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې څه باندې درې زره امریکایان وژل شوی وو.

ولسمشرغنی وویل، د ملی امنیت عمومی رئیس معصوم ستانکزی یې په ننګرهار ولایت کې د ملکی تلفاتو له امله له دندې لېرې کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید