روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی په اروپا کې د مېشتو افغانانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی جنیوا ته د خپل رسمی سفر په دریمه ورځ په خپل استوګنځی کې په اروپا کې د مېشتو افغانانو له استازو سره وکتل.

په پیل کې رازمحمد شېرزاد، ډاکټر سید ذاکر سادات او عبدالله میاخېل د نورو په استازیتوب جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د جنیوا کنفرانس د بریالی ترسره کېدو مبارکی وویله. دوی همدارنګه د ښې حکومتولۍ، د ادارو د ځوانېدو، اصلاحاتو، د انحصار ماتولو، سولې، د زورواکانو پر وړاندې د غوڅ دریځ، د اوبو د مدیریت، ټرانزیټ، زیربنا او نورو بېلابېلو برخو کې د جمهور رئیس غنی پرمختګونه او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.

هغوی زیاته کړه، د افغانستان خلک له جنګ، ناامنۍ او بې عدالتۍ ستړی دی او دوی د قانون حاکمیت، امنیت او ثبات غوښتونکی دی. یادو ویناوالو همدارنګه په اروپا کې د مېشتو افغانانو ځینې ستونزې هم له جمهور رئیس سره  شریکې کړې.

جمهوررئیس غنی د دوی د څرګندونو، وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، په بهرنیو هیوادونو کې مېشت افغانان د هیواد مهمه پانګه ده او د دوی له  ظرفیتونو او تجربو څخه به د هیواد د پرمختګ او ثبات په برخه کې ګټه واخیستل شی.

محمداشرف غنی وویل، افغانستان حکومت له تېرو څلورو کالو راهیسې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه لری، مګر زموږ هیواد او هیوادوال لا ډېر کار ته اړتیا لری. هغه زیاته کړه، نور د دې وخت را رسېدلی چې ټول باید د څلوېښت کالو ناورین ته د پای ټکی کېږدو، ځکه تر بل هر وخت د سولې د تامین لپاره فضا او شرایط برابر شوی دی.

جمهور رئیس غنی هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزو ته د رسیدګی په موخه به په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته لازمې لارښوونې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید