روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی ولسمشریزو ټاکنو کې د رای ورکولو پرمهال: سږنۍ ټاکنې د ملی یووالی په ټاکنو بدلې شوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی پرون سهار په امانی لېسه کې د رای ورکولو مرکز کې په ولسمشریزو ټاکنوکې خپله رایه ورکړه.

جمهور رئیس غنی چې د هېواد لومړۍ مېرمن او د دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح یې ملتیا کوله، له رای ورکولو وروسته وویل، د خدای (ج)شکر ادا کوم چې نن د افغانستان اسلامی جمهوریت دوام د ولس په ازاده رایه عملی کېږی. هغه زیاته کړه، جمهوریت تېر کال زموږ په ملی قاموس کې په کلیدی کلیمه بدل شو او د افغانستان ولس جمهوریت حیاتی وباله او د جمهوریت بقا په ټاکنو کې وینی.

جمهوررئیس ازاد او اباد افغانستان ته د خلکو له ژمنتیا او د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو سرښندنو ته په اشارې وویل، امنیتی او دفاعی ځواکونو د نظام او ولسواکۍ د ساتنې لپاره خپل ځانونه له سرښندنونه دی درېغ کړی او خصوصا په دوه وروستیو میاشتو کې یې د ټاکنود امنیت لپاره ډېر کوښښونه وکړل او موږ په خپلو ژمنو او رضاکاره ځواکونو ویاړو.

د هیواد جمهوررئیس د ټاکنیزو کمپاینونو د شهیدانو ارواوو ته د دعا پرمهال وویل، په پروان، کندهار، هلمند او نورو ځایونو کې زیات شهیدان د دولت جوړوونکی ټیم کسان وو چې د ازادۍ د لارې د شهیدانو په توګه به د دوی خاطرې د ولس په یاد وی. هغه همدارنګه د ولسمشریزو ټاکنو له ټولو نوماندانو چې په ټاکنوکې یې ګډون کړی او خصوصا له هغوی څخه چې د دولت جوړوونکی ټیم په ګټه تېر شوی، مننه وکړه.

محمداشرف غنی څرګنده کړه، د ویاړ ځای دی چې د ټاکنو زیاته برخه د دولت له بودجې تمویل شوې او همدارنګه یې له اروپا، جاپان، امریکا او نورو بین المللی شریکانو او د ټاکنو پروسې تمویلونکو څخه په مننې د ټاکنو د شفافیت لپاره د نړیوالې ټولنې، مدنی بنسټونو او رسنیو پاملرنه، څارنه او رول مهم وباله.

جمهوررئیس وویل، سږنۍ ټاکنې د ملی یووالی په ټاکنو بدلې شوی او د رایو د بانکونو له منځه تللو سره د ولس ملی ارادې ته لا زیاته زمینه برابره شوې ده. هغه په ټینګار سره وویل، هیڅ تخلف د منلو وړ نه دی. تقلب د قانون خلاف عمل او جرم بلل کېږی او د ټاکنو قانون کې جرم واضح تعریف شوی. هغه له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې د تقلب مخه ونیسی.

جمهوررئیس غنی د ټاکنو کمېسیون مسوولینو ته د ټاکنو پروسې د ښه پیل مبارکی وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د ورځې تر پایه پورې همداسې دوام وکړی. هغه زیاته کړه، د شکایتونو مرجع د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی چې هر شکایت ته به رسیدګی وکړی.

محمداشرف غنی په ټاکنو کې د ښځو د حضور هرکلی وکړ او وې ویل سوله د ولس لومړنۍ غوښتنه ده او د ټاکنو ترسره کېده د باعزته او تلپاتې د سولې تامین تامین ته چې د ولس اساسی غوښتنه ده، زمینه برابروی. هغه زیاته کړه، زموږ طرحې تطبیق ته تیارې او د ولس ارادې ته منتظر یوو چې واک راکړی.

جمهوررئیس یو ځل بیا له ټولو هیوادوالو څخه جمهوریت ته د ژمنتیا او د رای ورکولو پروسه کې د ګډون له امله مننه وکړه او وې ویل، د پنځو کالو بااقتداره دولت به د ولس استازیتوب او خدمت وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید