روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی: موږ په افغانستان کې د څو کلن جنګ ختمولو ته کاملا ژمن یوو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون غرمه په المان کې د مونیخ امنیتی کنفرانس په څنډه کې د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی هم حضور درلود، دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، سولې پروسې او د جنګ ختمولو لپاره د افغان حکومت پر تعهد بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غنی د فرصتونو او ګواښونو په اړه د خبرو پر مهال وویل، د افغان دولت یواځینۍ اساسی موخه په هیواد کې د پایداره سولې دتامین لپاره د جنګ او تاوتریخوالی ختمول دی.

هغه په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره د ملی او سیاسی اجماع پر موجودیت هم خبرې وکړې او وې ویل، موږ په افغانستان کې د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو یوو او بشپړ تعهد لرو.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې ډېره پېچلې پروسه په مخکې لرو او هغه باید په تدبیر او عقلانیت مدیریت کړو وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن زموږ د ټولنې اجتماعی او سیاسی ظرفیتونه تر دې اندازې لوړ شوی چې کولای شو په دغه پروسه کې سخت تصمیمونه ونیسو.

جمهوررئیس غنی وویل، په نږدې راتلونکی کې به د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو، د ټولنې له بېلابېلو اقشارو، مدنی ټولنې او سیاسی کړیو سره د مشورو لړۍ پیل کړو، ترڅو دوی له جریانونو اګاه او د احتمالی فرصتونو او ګواښونو په اړه خبرې وکړو.

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، هیواد یې چمتو دی چې د افغان دولت او امریکا متحده ایالتونو د سولې له هڅو ملاتړ وکړی، ترڅو د دغه هیواد وګړی پایداره سولې ته ورسېږی.

هغه زیاته کړه: موږ د افغان حکومت او خلکو تر څنګ یوو او په بېلابېلو برخو کې به د تېرو دوو لسېزو د لاسته راوړنو په ځانګړی ډول د ښځو او کوچنیانو حقونو د ساتنې په برخو کې هڅې وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید