روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی: سوله زموږ هدف دی، اماد هېوادپر امنیتی او دفاعی ځواکونو هیڅکله معامله نه کېږی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غنی کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا کتنو کې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې عبدالمالک د سرتېرو، محمد غوث اکبری د بریدملانو او حمیدالله د افسرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د معاشاتو د زیاتوالی، د وسایلو د کمبود، په موقع د درملو د اکمالاتو، د هوا له لارې د اردو د ټپیانو د لېږد او د لوړو زده کړو، ترفیعاتو او ظرفیت لوړولو کورسونو ته د زمینې برابرولو په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل. وروسته جمهوررئیس غنی د ۲۰۵ اتل قول اردو پرسونل سره په ستره غونډه کې کې ګډون وکړ او په خپله وینا کې د هیواد د ساتنې په برخه کې د دغو ځواکونو د زړورتیا او مېړانې قدردانی وکړه. د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، ۲۰۵ اتل قول اردو د هیواد د سترو شخصیتونو میراث دی، تاسې د لوی احمدشاه بابا، شاه محمود هوتکی او زموږ د ویاړلو جنرالانو د قهرمانۍ او میړانو څخه دفاع کوئ. هغه زیاته کړه، هغه بیرغ چې تاسې په خپلو لاسونو کې نیولی، د احمدشاه بابا څخه تاسې ته په میراث پاتې دی. جمهوررئیس غنی د یادې قول اردو د پرسونل ستونزو او وړاندیزونو ته په اشاری وویل، پولیس او اردو جدی پاملرنې ته اړتیا لری، ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونه باید په دې برخه کې عاجل اقدامات وکړی. جمهوررئیس وویل: ترفیع د ځواکونو حق دی، باید اساسی پاملرنه ورته وشی او هغه کسان چې د جګړې په ډګر کې دی، دغه موده دې په ترفیعاتو کې محاسبه شی. جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، هغه سرتېری چې له درېیو کلونو څخه زیات په خپله دنده کې پاتې وی، واضح لېست یې ترتیب کړئ، ترڅو د ترفیع په برخه کې یې اقدام وشی. دغه راز د هیواد جمهوررئیس د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د رهبرۍ څخه وغوښتل چې پر موقع د قول اردوګانو د تجهیز او اکمال سرعت ته پام وکړی. جمهوررئیس د ۲۰۵ اتل قول اردو پرسونل ته په خطاب کې وویل، ستاسې له برکته هر ګاونډی ته وایم چې زه د ازاد، خپلواک او عزتمند افغانستان استازیتوب کوم. ستاسې له برکته ګاونډیانو ته په سرلوړۍ وایم که موږ منۍ، موږ مو منو، غېر له هغې د افغانستان اردو او مسلح قواوې حاضرې دی د خپلې وینی تر اخری څاڅکی له افغانستان څخه دفاع وکړی. هغه زیاته کړه: اوس ټولې نړۍ ته واضح شوه چې تاسو په تېرو شپږو میاشتو کې له دفاعی حالت څخه وتلی یاست او تعرضی حالت مو خپل کړی دی. د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د سولې پروسې ته په اشارې وویل: د سولې مشورتی لویې جرګې د غوښتنو او لارښوونو په اساس د سولې خبرې تعقیبوو او مخکې ځو. سوله زموږ هدف دی، اما پر امنیتی او دفاعی قوتونو هیڅکله هم معامله نه کوو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې تر موافقې وروسته به هم ستاسو په شمېر کې کموالی نه راځی، ځکه په ټول هیواد کې د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره ستاسو حضور حتمی او ضروری دی. د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې دغو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د جمهوری ریاست په راتلونکو ټاکنو کې خپله بې طرفی حفظ او د دې ملی پروسې د امنیت د تامین لپاره هڅې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید