روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی د هېواد امنیتی او دفاعی مسوولینو ته په خطاب کې:  د زابل ولایت امنیتی ستراتېژیک پلان چمتو کړئ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غنی د لوړپوړی دولتی پلاوی په مشری د عمومی او امنیتی وضعیت د ارزونې په موخه پرون سهار له کندهار څخه زابل ولایت ته ورسېد.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت عمومی امنیتی وضعیت د یوې غونډې په لړ کې وارزاوه.

په دغه غونډه کې چې د ملی اردو په لېوا کې جوړه شوې وه او په کې د زابل والی، د قول اردو قومندان او د دې ولایت امنیه قومندان او د ملی امنیت رئیس هم حضور درلود په پیل کې د زابل امنیتی مسوولینو د عمومی امنیتی وضعیت، د تهدیداتو د سطحې او په دې ولایت کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د عملیاتو په اړه جمهوررئیس او اعلی سرقومندان ته معلومات ورکړل.

دوی دغه راز د امنیتی ننګونو په ځانګړی ډول د زابل په ولسوالیو کې د امنیتی ستونزو په اړه هم جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

جمهوررئیس غنی د زابل د امنیتی مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته وویل: زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې د زابل عمومی وضعیت په ځانګړی ډول امنیتی وضعیت په دقیق ډول وارزوم او په اړه یې عاجل تصمیمونه ونیسم.

جمهوررئیس زیاته کړه: ماته د ولایت د امنیتی وضعیت په اړه ډاډمن راپور مه راکوئ، هر هغه څه چې واقعیت لری په دقیق ډول یی تشریح کړئ. هغه خطرونه چې دې ولایت ته متوجه دی، باید په جدی ډول تحلیل شی، خپل مشخص وړاندیزونه چې څنګه کولای شو امنیتی وضعیت کې تغییر او ښه والی راولو، وړاندې کړئ.

د هیواد جمهوررئیس یادو مسوولینو ته وویل، تاسې باید د دښمن د کمیت، امکاناتو او د ګواښ د ډول په اړه چې د زابل ولایت امنیت ته متوجه دی، دقیق اطلاعات ولرئ. د شملزو، نوبهار، اټغر، سیوری، ارغنداب، دای چوپان او میزان ولسوالیو امنیتی پوښښ ته دې پاملرنه زیاته شی او د امنیتی وضعیت د خرابېدو مخنیوی دې وشی.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د زابل امنیتی مسولینو ته وویل، په جدی ډول دې د فساد، د مهماتو، امکاناتو او تجهیزاتو د ضایع کېدو مخنیوی وشی.

جمهوررئیس محمداشرف غنی د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د زابل ولایت امنیتی ستراتېژیک پلان دې چمتو او په هغې کې دې د امنیتی وضعیت ترڅنګ په ساختاری، تشکیلاتی، د تجهیزاتو د کموالی او دې ولایت ته د دښمن د متوجه ګواښونو څخه د درک په برخو کې ټولې ننګونې راونغاړی او حل لارې دې په پام کې ونیول شی.

جمهوررئیس دغه راز د زابل ولایت امنیتی مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ولسوالیو امنیه قومندانۍ وارزوی او هغه منسوبین چې د کلونو راهیسی یې د ولسوالیو د امنیه قومندانانو په حیث دنده ترسره کړی، تغییر او تبدیل شی، ځکه دولتی څوکۍ میراثی نه دی، دغه راز امنیه قومندانان باید د ولسوالیو په سطحه د خلکو سره په اړیکه کې واوسی، وطن او خلکو ته صادق او خدمتګار کسان دې پر دې څوکیو پر دندو وګمارل شی.

جمهوررئیس په زابل ولایت کې مېشت د امنیتی او دفاعی ځواکونو د وسایطو د ترمیم ستونزې ته په اشارې  د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته په ټینګار لارښوونه وکړه، هغه شرکتونه چې د نظامی وسایطو او وسایلو د ترمیم مسوولیت لری، که خپله دنده په درست ډول نشی ترسره کولای، قراردادونه یې فسخه او له هیواده خارج کړئ.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د خپلو خبرو په پای کې وویل، د لومړۍ نمبر لویې لارې د امنیت ټینګښت ته چې یوه برخه یې په زابل ولایت کې د مېشتو امنیتی او دفاعی ارګانونو مسوولیت دی، جدی پاملرنه وشی، ګواښونه دې لېرې او انتقالات او اکمالات دې په منظم ډول ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید