روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
جمهور رئیس محمد اشرف غنی پنجشنبه د نوی ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړۍ ورځ مزارشریف ښار ته لاړ او د “سخی په روضه” کې یی د نوروز په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلی غنی هیله وښوده چې نوی ۱۳۹۸ لمریز کال به افغانستان کې د سولې د ټینګېدو کال وی.
ښاغلی غنی وویل ” ۱۳۹۸ کال به انشاالله د سولې کال وی. سوله هر افغان ته له اکسیجن څخه هم مهه ده، اما خبره په دې کې ده، چې مونږ تل پاتې سوله غواړو، نه هغه سوله، چې له هغې څخه د وینی بوی راځی”.
جمهور رئیس محمد اشرف غنی په تیرو پنځه کلونو کې د افغانستان د جمهور رئیس په حیث په لومړی ځل د نوروز د مراسمو کې د ګډون لپاره مزار ته ځی. په تیرو کلونو کې به په دې مراسمو کې د هغه مرستیالانو برخه اخیستله.
د جمهور رئیس غنی د وینا پر مهال او د نوروز په مراسمو کې د بلخ پخوانی والی عطا محمد نور برخه نه لرله. د بلخ پخوانی والی او د جمهور رئیس غنی ترمنځ یو ځل بیا اړیکې د بلخ د نوی امنیه قومندان د ګمارلو له امله خرابې شوی دی.
جمهور رئیس غنی په خپله وینا کې د بلخ والی اسحاق رهګذر وستایه او ورته یې وویل چې ښاغلی رهګذر په بلخ کې د جمهور رئیس غنی څخه استازیتوب کولی شی .
ښاغلی غنی وویل” ځانګړی استازی مې وې او یې او وبه اوسئ، په عزت او ټول قوت سره د بلخ عزت وساته ”
جمهور رئیس غنی وویل، چې نننی افغانستان د پرونې افغانستان سره توپیر لری. همداشان جمهور رئیس غنی په خپله وینا کې د ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو مشرانو ته د نوی کال او نوروز مبارکی ورکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غنی په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په اړه دا هیله په داسې حال کې څرګنده کړې، چې ټاکل شوې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په نږدې ورځو کې یو ځل بیا د طالبانو له استازو سره خبرو ته کښینی.