روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی د فنلنډ د نوی سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی پرون مازدیګر د فنلنډ د نوی سفیر  پیکا کوسونن باورلیک دیو لړ تشریفاتی مراسمو په ترڅ کې ومانه.

د باورلیک د وړاندې کولو په مراسمو کې چې په  ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین ربانی هم حضور درلود، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او فنلنډ تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس له افغانستان  سره د فنلنډ هیواد همکاریو څخه په مننې د هغه هیواد سفیر ته په دغه نوی ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلی  پیکا کوسونن په افغانستان کې د خپل نوی ماموریت په پیلولو خوښی څرګنده کړه او وې ویل، د خپل ماموریت پرمهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتېدو کوښښ وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید