روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی: د زراعتی  سکټور پراختیا له مخدره موادو سره د مبارزې غوره  لاره ده

جمهور رئیس محمد اشرف غنی له نشه یی موادو سره د مبارزې لپاره د زراعتی سکټور وده ګټوره او غوره لاره وبلله.

د جنیوا کنفرانس چې د روان میلادی کال د نوامبر د میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه په سویس کې جوړ شوی و، په افغانستان کې پر انکشافی مسایلو او سولې سربېره د نشه یی موادو د کښت، تولید او قاچاق پر موضوع هم بحث وشو.

جمهور رئیس محمد اشرف غنی د (۶۲) هېوادونو او (۳۵) مرستندویو موسسو استازو ته په وینا کې وویل، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې زراعت ښه وده کړې، خو د زراعتی تولیداتو د پروسس او نړیوالو بازارونو ته د رسېدلو په برخه کې اوس هم ډېرې ستونزې شته.

جمهور رئیس غنی وویل:

“په افغانستان کې د زراعت وده کولای شی چې له نشه یی موادو سره مبارزه اسانه کړی، دغه ډول د نړیوال ثبات او سولې په برخه کې هم مرسته کولای شی، د زراعتی محصولاتو موضوع واقعاً ډېره مهمه ده، د زراعتی تولیداتو په برخه کې نیمګړتیاوی او نړیوالو مارکېټونو ته زموږ د زراعتی محصولاتو نه رسېدل هغه دوه اساسی ستونزې دی چې زموږ نیمګړتیا نه ده، دا نیمګړتیا په سېستم کې ده چې موږ یې له نړیوالو مارکېټونو سره نه یوو تړلی، که دا سېستمونه ورغول شی، نو میلیونونه کاری فرصتونه به پیدا شی، زراعت د نړیوال ثبات او امنیت کیلی ده او د زراعتی سکټورپرمختګ بیا د نشه یی موادو پر وړاندې د بریالیتوب کیلی ده.”

جمهور رئیس غنی په داسې حال کې د زراعتی سکټور پر وده ټینګار کوی او د نشه یی موادو د کښت په راکمولو کې یې مهم ګڼی چې د ۱۳۹۷ کال د تازه سروې له مخې، په افغانستان کې په (۲۶۳) زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوی وو چې دا کښت د ۱۳۹۶ کال په پرتله په سلو کې شل را کم شوی دی.

له نشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې نړیواله اداره چې په دې سروې کې یې له نشه یی موادو سره د مبارزې له وزارت سره همکاری کړې، ویلی چې وچکالی د کوکنارو د کښت د کموالی عامل ده، وچکالۍ د کوکنارو پر کښت برسېره نور زراعتی محصولات هم زیانمن کړی دی.

د فراه ولایت پخوانی والی محمد عمر شیرزاد وایی چې پر زراعتی سکټور پانګونه کولای شی چې د کوکنارو له کښته د بزګرانو لېوالتیا را کمه کړی، ځکه چې ډېری بزګران د زراعتی محصولاتو د ارزانۍ او کموالی له امله کوکنار کری.

ده وویل:

َغوره لاره دا ده چې له بزګرانو او ځمکه والو سره مرسته وشی، ترڅو زراعتی محصولات د دوی د ځمکو او کورنیو لګښتونه پوره کړی، د بزګرانو زراعتی محصولاتو ته باید مارکېټ پیدا شی او زراعت باید میکانیزه شی، زه ډاډه یم چې دا هڅې به د نشه یی موادو د کښت په را کمولو کې ډېره مرسته وکړی.”

افغان حکومت د جنیوا په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې، په تېره بیا مرستندویو هېوادونو سره ژمنه وکړه چې د جګړې د عواملو له منځه وړلو په برخه کې به له نشه یی موادو سره جدی مبارزه وکړی.

دغه ډول ښاغلی شیرزاد په افغانستان کې د مافیایی ډلو فعالیت د جګړې د دوام اصلی لامل بولی او وړاندیز کوی چې د جنګی ډلو د فعالیت ختمولو لپاره باید د کوکنارو بوټی له منځه یووړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید