روزنامه اصلاح

جمهور رئیس غنی دافغانستان د ملی پولیسو  د روزنې برخه کې د آلمان د مرستو قدردانی وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غنی پرون غرمه د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس خپل حضور ته ومانه.

په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د سولې پروسې، تروریزم ضد مبارزې، ټاکنو، اصلاحاتو او د سولې د مشورتی لویې جرګې د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د المان د بهرنیو چارو وزیر  افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو،  سولې پروسې او انکشافی پروژو څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان او څرګنده یې کړه، المان د تېر په څېر په ټولو برخو په ځانګړی ډول انکشاف، پایداره سولې، ټاکنو او د سولې د مشورتی لویې جرګې د جوړولو په اړه له افغانستان سره همکار دی.

جمهوررئیس غنی د المان د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب، افغانستان سره د المان د مرستو، د بن د لومړۍ غونډې او تر هغې د مخه له افغانستان سره د ښو مناسباتو د لرلو مننه وکړه.

نوموړی دغه راز  په انکشافی پروژو، د ملی پولیسو روزنه او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د المانی ځواکونو د رول  قدردانی وکړه.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د جمهوری ریاست، ولایتی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د افغانستان حکومت او خلکو لومړیتوب دی او په ټاکلې نېټه ترسره کېږی.

جمهوررئیس غنی وویل، د سولې مشورتی لویه جرګه د سولې په اړه د ملی انسجام په خاطر ده چې ژر به جوړه شی او  افغانان د سولې د تحقق لپاره په تدبېر سره خپلو هڅو ته دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید