روزنامه اصلاح

جمهوررییس غنی په کندهار او هلمند کې د وروستیو تروریستی  پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون غرمه د دلګشا ماڼۍجامع جومات کې د قران عظیم الشان د ختم او په کندهار او هلمند کې د وروستیو تروریستی پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ.

جمهوررییس غنی او ټولو ګډونوالو د وروستیو تروریستی پېښو د شهیدانو په ځانګړی ډول د شهید سترجنرال عبدالرازق، شهید عبدالجبار قهرمان،شهید ډګرجنرال عبدالمومن حسین خېل، شهید صالح محمد اڅکزی او نورو شهیدانو روح ته دعا وکړه.

همدارنګه دوی په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هم دعا وکړه او د خدای تعالی په دربار کې  یې ټپیانو ته د روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر هیله وکړه.

په دې مراسمو کې پر جمهوررییس غنی سربېره، د جمهوررییس دویم مرستیال محمد سرور دانش، مخکېنی جمهوررییس حامد کرزی، د اجراییه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق، جهادی رهبر استاد عبدالرب الرسول سیاف، قاضی القضات او د سترې محکمې رییس، لوی څارنوال، د سولې عالی شورا رییس محمدکریم خلیلی، د افغانستان د علماو سرتاسری شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف، دولسی جرګې او مشرانو جرګې رییسانو، د کابینې، ملی شورا، د علماو شورا، د سولې عالی شورا او د سترې محکمې عالی شورا ځینو غړو، د جمهوررییس سلاکارانو، د وسله وال پوځ جنرالانو او منسوبینو، د شهید سترجنرال عبدالرازق ورور تورنجنرال تادین خان، د شهید عبدالجبار قهرمان او شهید ډګرجنرال عبدالمومن حسین خېل د کورنیو یو شمېر غړو او دوستانو او د هېواد ځینو ملی او سیاسی شخصیتونو ګډون درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید