روزنامه اصلاح

جمهوررییس غنی په آریانا افغان هوایی شرکت کـې د بنسټیزو اصـلاحاتو د تطبیق څـرنګوالی وارزاوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون د اریانا افغان هوایی شرکت له مسوولینو سره په کتنه کې په دغه شرکت کې د مالی، اداری، بشری، تخنیکی، عملیاتی او سوداګریزو چارو د معیاری کولو په خاطر د اساسی اصلاحاتو د تطبیق د څرنګوالی راپور واورېد.

دجمهوررییس دویاند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د اریانا افغان هوایی شرکت رییس وویل، د لګښتونو څرنګوالی یې ارزولی او اوس د اریانا افغان هوایی شرکت د خپل زیان کچه له ۹ څخه ۳ سلنې ته راټیټه کړې ده.

هغه زیاته کړه: دغه شرکت د مجربو ځوانانو د جذبولو په موخه له کابل پوهنتون سره تفاهم لیک لاسلیک کړی چې له استخدام وروسته به د مسلکی زده کړو د ترلاسه کولو په خاطر بهر ته واستول شی.

جمهوررییس غنی په دې اړه وویل: تحرک رامنځته شوی، خو ګړندیتوب کم دی.

هغه زیاته کړه، د باختر شرکت د احیا کولو او د اریانا افغان هوایی شرکت د پیاوړتیا په برخه کې دې منظم پلانونه ترتیب او په هرو دوو اوونیو کې دې د پرمختګ راپور وړاندې شی.

جمهوررییس څرګنده کړه، د هر ډول مداخلې په صورت کې دې چې د اصلاحاتو پروسه زیانمنوی، سرغړوونکی عدلی او قضایی ارګانونو ته ور وپېژندل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید