روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی ژبپوه پروفیسور ډاکټر سبستیان ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتی نښان ورکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د جرمنی د بن پوهنتون ژبپوه پروفیسور ډاکټر سبستیان کورت هاینه ته د افغانستان د ژبو او فرهنګ په اړه د دوی د غوره او قدر وړ څېړنو او خدمتونو د تقدیرولو په موخه، د علامه سید جمال الدین افغان دولتی نښان ورکړ.

په دې مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شو، مارینا بهار ماسټرۍ او دکتورا زده کړو ته د جمهوررئیس د پاملرنې او د ماسټرۍ دورې محصلینو ته د علمی سفرونو د برابرولو له امله د جمهوررئیس د فرهنګی او علمی سلاکار پوهاند ډاکټر لال پاچا ازمون د هلو ځلو قدردانی وکړه.

ورپسې د جمهوررئیس فرهنګی سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهور رئیس فرمان ولوست. په فرمان کې راغلی و چې نوموړی د پښتو، دری، اوزبیکی، ترکمنی، پشه یی، بلوڅی او پامیری ژبو په اړه ګټورې څېړنی کړې دی.

جمهوررئیس غنی د یاد نښان له ورکړې وروسته وویل، ویاړم چې پروفیسور ډاکټر سبستیان له موږ سره دی، هیله ده چې بیا بیا راشئ او زموږ له فرهنګی همکارانو سره همکار او په اړیکه کې اوسئ. دا نښان زموږ د مننې نښه ده.

جمهوررئیس د استاد ازمون او استاد غضنفر له هلو ځلو څخه په مننې وویل، علومو اکاډمی په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه ده، هغه شی چې تاریخ انجمن او پښتو ټولنې افغانستان ته وکړل، اکاډمۍ نه دی کړی. هغه زیاته کړه، په علومو اکاډمۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې باید اساسی بدلون راشی چې موږ په خپلو ټولو ژبو، زموږ پر ژوندی تاریخ او هغه تاریخ چې زموږ په وینه کې دی او نه ورباندې پوهېږو، باید پوه شو.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، هغه فصل چې نامتو ژبپوه مارګنسټرن چې په لسګونو مړو او ژوندیو ژبو پوهېده، د اعلیحضرت غازی امان الله خان په وخت کې افغانستان ته په راتګ پیل کړ، بشپړ نشو، مګر هیله ده چې تاسو یې بشپړ کړئ، ځکه هغه به ویل چې زه بې ږیرې سپین ږیری یم، مګر تاسو تورږیری ځوان څېړونکی یاست.

جمهوررئیس پروفیسور سبستیان ته په خطاب کې وویل، د څېړنې له نظره ستاسو کار موږ ته ډېر حیاتی دی. د ژبو نښانې زموږ په ټولو درو، ښارونو او کلیو کې دی. هیله ده بیا بیا راشئ، ځوانانو، سپین ږیرو او ټولو فرهنګیانو سره کار وکړئ.

ورپسې د بن پوهنتون ژبپوه پروفیسور ډاکټر سبستیان کورت هاینه په اوزبیکی، پښتو او دری ژبو د څرګندونو پرمهال ده ته د دولتی نښان د ورکړې او ستاینې په خاطر له جمهوررئیس څخه په مننې وویل، هغه څه چې ما په دې ورځو کې لږ کشف کړل، د افغانستان د معنوی خزانې اصل او اصولو ته یوه ساده اشاره ده. هغه حکمت چې لا نه دی کشف شوی، د بحران، جنګ او فاجعې د پردې تر شا دی.

نوموړی له استاد ازمون او نورو څخه مننه وکړه چې په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا محصلینو ته د څېړنې، پښتو او نورو اریایی ژبو او ژبپوهنیزو څېړنو د اصولو او روشونو د تدریس په موخه یې افغانستان ته د راتګ زمینه ورته برابره کړه.

پروفیسور سبستیان وویل، کابل پوهنتون کې په دې وتوانېده چې د ورکشاپ په بڼه له شلو ولایتونو سره په ګډه د پښتو ژبې تاریخ د لومړی ځل لپاره په بېلابېلو نړیوالو معیارونو تدریس کړی. د ده په وینا دا د پرمختګ په لور یو عظیم ګام دی.

نوموړی وویل، د ګران افغانستان یووالی د ژبو وحدت پورې اړه لری او د افغانستان له شمال څخه تر جنوب او له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې بېلابېلې ژبې یوه بې مثاله خزانه ده، خوڅېړنو ته په کتو لا هم په دې برخه کې کار نه دی شوی او موږ په ډېر ابتدایی پړاو کې یوو.

ښاغلی سبستیان د پښتو ژبې په اړه د خوشحال بابا د قول په تائید وویل، پښتو لا هم له ادبی او څېړنیز پلوه په غرب کې بکره پرته ده. هغه ژمنه وکړه چې د پښتو ژبې لپاره د رېښې پېژندنې داسې یو قاموس به جوړ کړی چې د پښتو ژبې ټول نادر او عصری، الفاظ او خارجی اقتباسات په کې څېړل کېږی او په دې اړه یې خپل لیکلی وړاندیز جمهوررئیس ته وسپاره.

ممکن است شما دوست داشته باشید