روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: په کندهار کې به د ۱۵میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانیستل شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو له استازو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. په پیل کې تورن نېک محمد جرئت د کندهار، عطاالله افغان د هلمند، عطا محمد حق بیان د زابل، امیرمحمدبارکزی د ارزګان ولایتونو او ډاکټرې عزیزې د لوی کندهار د خلکو په استازیتوب جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د سولې مشورتی لویې جرګې د بریالی ترسره کېدو مبارکی ورکړه.

دوی په لوی کندهار کې د امنیت د تامین ترڅنګ د بندونو، سړکونو او پلونو د جوړولو، د میرویس نیکه کلا د عملی کار د پیلولو، دویمې درجې ته د زابل ولایت د ارتقا، په زابل کې د سیوری ولسوالۍ او د دې ولایت د ګمرک د ایجاد، په دولتی ادارو کې د ځوانو کدرونو د جذبولو، په لوی کندهار کې د ښوونځیو په ځانګړی ډول د ښځینه ښوونځیو د ودانیو د جوړولو او هلمند ولایت ته د ښوونکو د ۳۰۰۰ بستونو د ورکړې او د کرنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غنی د یادو ویناوالو د خبرو او وړاندیزو له اورېدو وروسته د سولې په مشورتی لویه جرګه کې د لوی کندهار د استازو د فعال ګډون قدردانی وکړه او وې ویل، د روژې په مبارکه میاشت کې به په کندهار  کې د ۱۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې شاهدان واوسئ.

جمهوررئیس  د پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې هلمند ولایت ته دې د ښوونکو بستونه ورکړی، دغه راز دې  په راتلونکو شپږو  میاشتو کې د لوی کندهار  د ښوونځیو جوړولو ته هم لومړیتوب ورکړی.

جمهوررئیس محمداشرف غنی، دویمې درجې ته د زابل ولایت د ارتقا، د زابل د سیوری ولسوالۍ او د دې ولایت د ګمرک د فوری ایجاد په موخه اړوندو مسوولینو ته لارښوونې وکړې.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د کابل په څېر د کندهار ښار ته ځانګړی پلان په پام کې دی دغه راز به د میرویس نیکه کلا جوړولو د عملی کار  ترڅنګ د غازی عبدالله خان اڅکزی، غازی سردارمحمد ایوب خان، غازی وزیر محمداکبر خان، د اتلې ملالۍ، زرغونې انا او نازو انا مقبرې هم ورغاول شی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کرنې په برخه تر ټولو بنیادی خبره د هغې معیاری کول او بازاریابی ده، څرنګه مو چې د کندهار انار نړیوال مارکیټ ته ورسول هڅه کوو د زابل بادام هم نړیوال بازار ته وړاندې کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید