روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: په هره ولسوالی کې یو مسلکی او تخنیکی ښوونځی جوړېږی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی بادغیس ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون سهار د پوهنتون له استادانو او د معارف له ښوونکو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د بادغیس ولایت د پوهنې رئیس ذکریا رحیمی او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې رئیس صمیم غفوری د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې د برېښنا سب سټیشن د پرانیستې په خاطر مننه وکړه.

هغوی د جمهوررئیس له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ د پوهنتون او ښوونځیو د تجهیزاتو او ودانیو د کمښت او د ښوونکو لپاره د ښارګوټی جوړولو او د مسلکی ښوونځیو د جوړولو په برخه کې خپل مشخص وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غنی د پوهنتون له استادانو او د معارف د ښوونکو له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه وې ویل، په روان کال کې به له تیارو جوړو ودانیزو توکو څخه ۷۰ښوونځی او راتلونکې کال به ۳۰۰د ښوونځیو ودانۍ چې په ټولیز ډول تر دوو کالو پورې شپږ زره ښوونځی کېږی په ټول هېواد کې جوړ شی. هغه زیاته کړه، د بادغیس په څیر ولایتونو ته به لومړیتوب ورکول شی  او په دویم ګام کې به ښوونځیو ته انټرنټ په پام کې ونیول شی.

جمهوررئیس غنی دې ته په اشارې چې سږکال به په هر ولسوالی کې یو مسلکی او تخنیکی ښوونځی جوړ شی وویل، د دغه ښوونځیو جوړیدل به په معیاری توګه د صنعت او کرنې په ودې کې اغیزناک تمام شی.

هغه په دې خاطر چې دغه ولایت کې د ښوونځیو بندیدل صفر ته راټیټ شوی دی، خوښی وښوده وې ویل، ښوونځیو ته د نجونو تګ ضروری دی او په کلیو کې به د هغوی ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشی.

جمهوررئیس غنی په بادغیس ولایت کې د لوړو زده کړو په تخصصی کېدو ټینګار وکړ وې ویل، په دغه ولایت کې د کرنې پوهنځی کولای شی چې د پستې د ځنګلونو په معیاری کولو او انکشاف کې اغیزناک تمام شی او د کرنې سکتور ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې سره همکاری وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید