روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی په طالبانو غږ وکړ چې د روژې لپاره دې سوله وکړی

طالبانو ته له بېلابېلو خواو پیغامونه ورکړل شوی چې د روژې په خاطر دې اوربند وکړی.

  وروستی غږ د جمهوررئیس محمد غنی و چې دوی یې وهڅول څو روژې ته په درناوی سوله وکړی.

ده زیاته کړه:

د روژې مبارکه میاشت د سولې او پخلاینې میاشت ده، زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دې میاشتې ته درناوی وکړی او د افغانستان د خلکو د سولې او پخلاینې غوښتنې ته چې د سولې مشورتی لویې جرګې په پرېکړو کې یې په واضح ډول انعکاس وموند، لبیک ووایی.”

جمهوررئیس غنی په دغه ویډیویی پیغام کې وویل چې د سولې او پخلاینې لپاره له هر اقدامه هرکلی کوی او خوښ نه دی چې د هېڅ وطنوال وینې یې تویې شی.

تر افغان ولسمشر مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشر تادامیچی یاماموتو هم پرون د شخړې له ټولو خواو وغوښتل چې د روژې میاشتې په مناسبت جګړه ودروی.

یاماموتو ویلی چې روژه افغانانو ته د عبادت او ریاضت زمینه برابروی، نو په افغانستان کې د جګړو له اغېزمنو شویو کسانو سره د خواخوږۍ وخت دى.

یوناما د روژې په مناسبت د جګړې بندولو غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وسله والو طالبانو د حکومت د اوربند هغه وړاندیز چې جمهوررئیس محمد اشرف غنی د سولې د مشورتی لویې جرګې د پای په ورځ وکړ، رد کړی.

دې ډلې چې سیاسی استازی یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له خاص استازی زلمی خلیلزاد سره په دوحه کې په خبرو هم لګیا دی، ټینګار کړی چې په روژه کې به لا خپلو حملو ته زور ورکوی.

جمهوررئیس غنی د روژې په مناسبت د دې تر څنګ چې طالبان یې سولې ته بللی، په خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو یې هم غږ کړی چې د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره دې هڅې زیاتې کړی.

جمهوررئیس غنی وویل:

“د افغانستان له امنیتی او دفاعی قواو غواړم چې په دې مبارکه میاشت کې د خلکو د امنیت ساتلو ته لا ډېر پام واړوی او خلکو ته تر وسه دا ضمینه برابره کړی چې خپل ژوند او خپل عبادات په بېغمه زړه وکړی.”

افغان حکومت داسې وخت هم پر طالبانو د سولې غږ کوی او هم خپل ځواکونه د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره هڅوی چې دا ډله عملاً جنګ کوی او له امریکا سره په خبرو کې یې ټینګار دا دی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش وټاکی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغانی خبرو د پیل او د اوربند په ټینګار له طالبانو سره د شپږم وار خبرې څلور ورځې مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید