روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: ولسی تړون د خلکو د ژوند د بدلون وسیله د دوی په خـپل لاس کې ده

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د ولسی تړون پروګرام د ښاری او کلیوالی انکشافی شوراګانو ملی مشورتی کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، په پیل کې د کلیوپراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمی د ولسی تړون پروګرام او د ښار او کلی د خلکو په ژوند کې د هغه د رول په اړه معلومات ورکړل.

نوموړی د یاد کنفرانس په اړه وویل، د دغه کنفرانس ګډونوالو په پنځو برخو له هغې ډلې د انکشافی پروژو پر اقتصادی تحلیل، خودکفایۍ، د پروژو پر پایدارۍ، د ښځو پر ونډې او د ښار او کلی خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر پر لا زیاتې همغږۍ هر اړخیز بحثونه وکړل.

د کلیوپراختیا وزیر وویل، دا مهال د هیواد په ښارونو او کلیو کې زیاتې پروژې د تطبیق په حال کې دی چې موخه یې اقتصادی وده، د بې وزلۍ د کچې راټیټول او د شغلونو ایجاد دی.

وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقی پوپل وویل، د ولسی تړون پروګرام کې خلکو ته لازم صلاحیتونه ورکول کېږی، چې د پروژو په تطبیق او د سیمه ییزو ادارو په څارنه کې خپله ونډه ادا کړی.

هغه زیاته کړه، خلکو د صفایۍ د محصول د تحویلۍ او صنفی جوازونو په برخه کې ناغېړی نه دی کړی او د پروژو په تطبیق کې یې خپله فزیکی ونډه هم برجسته کړې ده. دغه راز موږ هڅه کوو د ولسی تړون پروګرام د هیواد ګوټ ګوټ ته وغځوو او پراختیا ورکړو.

وروسته محمداکرم، حسناره، پلوشې او محمدحقمل په یاد ملی مشورتی کنفرانس کې د خپلو ګروپی کارونو پایلې وړاندې کړې، وې ویل: په کاری ګروپونو کې په کلیو کې پر خودکفایۍ، د کلیو د اقتصادی وضعیت پر ارزولو، د پرمختګ په برخه کې د ښځو پر فعال رول،د دولت او خلکو ترمنځ د غوره اړیکو د تامین او د شوراګانو ترمنځ پر همغږۍ پراخ او مفصل بحثونه وشول.

وروسته حاجی سیداحمد او سمیرا تورانی د ولسی تړون پروګرام د ښاری او کلیوالی انکشافی شوراګانو ملی مشورتی کنفرانس، پرېکړه لیک ولوست.

جمهوررئیس غنی د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، په جمهوریت کې وطندار اصل دی او تاسې د افغانستان د اسلامی جمهوریت ممثل یاست. هغه زیاته کړه تاسې مسوول وطنوال یاست او هره ورځ تاسې د ګذر او کلی په ژوند کې اساسی تغییر راولئ او زه له همدې امله له تاسې څخه د زړه له کومې مننه کوم.

جمهوررئیس د دوی له ارزونو او دا چې خپلې ستونزی او وړاندیزونه یې بیان کړل، مننه وکړه او وې ویل، نن افغان ښځې د مسوول وطنوال په توګه ځلېدلی او هیڅکله شا تګ نه کوی.

جمهوررئیس غنی وویل، تاسې د افغانستان د ملی یووالی ممثلین یاست او ولسی تړون زموږ د ژوند د بدلون وسیله، زموږ په خپل لاس کې ده.

د هیواد جمهوررئیس د همغږۍ او همکارۍ نشتوالی ننګونه وبلله او زیاته یې کړه، خپلې برنامې او د فعالیتونو مقیاس مو لا پراخ او اتحادیې په ځانګړی ډول د تولیدونکو ښځو اتحادیې ایجاد کړئ.

نوموړی د ولسوالیو او خلکو تر منځ پر اړیکو او لازیاتې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، کلی باید له یو بل سره وصل شی، د خلکو غوښتنې دې واورېدل شی، دغه راز دې د پروژو په انتخاب کې د خلکو، په ځانګړی ډول د ښځو رول زیات شی.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ د ټولو دنده د افغانستان پرمختګ دی، بناً باید یو بل ته لاس ورکړو او دغه وطن اباد کړو.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید