روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی ورزشکارانو ته په خطاب کې: تاسې د هیلې نښه او د افغان ملت د عزم او ارادې تمثیلونکی یاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ غړو او د طوفان هریرود او شاهین اسمایی فوټبال ټیمونو له ورزشکارانو سره وکتل او د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په اتم پړاو کې یې د طوفان هریرود ټیم ته د اتلولۍ مبارکی وویله.

په دغه کتنه کې چې په چهارچنارماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر ورزش ته د جمهوررئیس له پاملرنې او د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتم پړاو څخه د دولت د ملاتړ مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، له دې ملاتړ سره په ملی او نړیوالو ډګرونو کې د هېواد د ورزشکارانو د ویاړ کچه زیاتېږی.

کارګر څرګنده کړه، د “یو ولس او یو غږ” تر شعار لاندې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو ترسره شو او له امنیتی او دفاعی ځواکونوڅخه یې د یادو سیالیو د امنیت د تامین له امله مننه وکړه.

وروسته جمهوررئیس غنی د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو د اتلانو ټیم او د دې دور د نایب اتلانو او نورو ټولو ورزشکارانو   د همت او زیار ستاینه وکړه او وې ویل، تاسې د هیلې نښه او د افغان ملت د عزم او ارادې تمثیلونکی یاست او دا مو ثابته کړه چې د افغانستان خلک زور، ترور او وحشت ته نه تسلیمېږی.

جمهوررئیس زیاته کړه: تاسې وښوده چې د سیالۍ قوانین مراعتوئ او په ټولو برخو کې باید ستاسې هڅې نمونه وی.

د هېواد جمهوررئیس دې ته په اشارې چې د ورزش پیاوړی کول د دولت دنده ده وویل، دولت د همدې لپاره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو تمویل کړ.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، پر ورزش زیاته پانګونه کېږی.

هغه زیاته کړه، د طوفان هریرود او شاهین اسمایی فوټبال ټیمونو هر غړی سره به د دولت له بودجې څخه پنځوس زره افغانۍ مرسته وشی او د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د یاد فدارسیون د روزونکو او غړو د ستایلو وړاندیز ترتیب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید