روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی له افغان ښځو سره د سولې پروسې په اړه مشورتی غونډه وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د سولې پروسې په اړه د مشورتی غونډو په لړ کې له یو شمېر افغان ښځو سره پرون له غرمې مخکې، په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، لومړی د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینه ساپۍ په کابل او ولایتونو کې د سولې په هکله د افغان ښځو د هڅو د انسجام په اړه معلومات ورکړل.

حسینه ساپۍ وویل، ۲۵۰ ښځو په څلورو کمېټو کې په کابل او ولایتونو کې د سولې په تړاو د ښځو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړی او دوی ټینګار کوی چې د سولې په مذاکراتو کې باید د ښځو په حقونو معامله ونشی.

ورپسې مرضیه حافظی، قدسیه نیازۍ، نویده بیات او زهره امیری د بېلابېلوکمېټو په استازیتوب خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. دوی له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې په حکومت کې د ښځو د ګډون زیاته زمینه برابره کړې.

هغوی ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې دې ښځو ته فعال او عملی رول ورکړل شی. د سولې مذاکراتو کې دې په جمهوریت، د وګړو حقونو او د مېرمنو په حقونو او لاسته راوړنو هیڅ ډول معامله ونشی او د سولې مذاکرات باید د افغانستان حکومت په رهبرۍ او مالکیت ترسره شی.

په دې غونډه کې د جمهوری ریاست عالی مقام لومړی منتخب معاون امرالله صالح د سولې پروسه کې د مېرمنو په ګډون ټینګار وکړ وې ویل، موږ د سولې لپاره جامع برنامه لرو او د مونیخ امنیتی کنفرانس په څنډه کې له بین المللی مقاماتو سره په کتنو کې مو هغوی ته په ټینګار ویلی چې د سولې پروسه کې به د افغان ښځو په حقونو معامله نه کېږی. زموږ د مشورو هدف دا دی چې په یوه غږ مخته ولاړ شو.

جمهوررئیس غنی له ښځو سره په دې مشورتی غونډه کې وویل، نن افغان ښځې خپل غږ لری او د هیواد له مختلفو اقشارو سره تر مشورو وروسته موږ په قوی دریځ د سولې خبرې پرمخ وړو.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، موږ له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره واضح چوکاټ لرو او د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی کموالی سره زموږ هوکړه عمومی اوربند ته د رسېدو لپاره ده.

جمهوررئیس وویل، د مذاکره کوونکی ټیم صلاحیتونه محدود دی او وروستۍ فیصله به حکومت او خلک کوی. مذاکراتی ټیم یوازې په مسودې لاسلیک کولی شی او د هیڅ هوکړې د لاسلیک صلاحیت نه دی ورکړل شوی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې پر دې په ټینګار سره چې د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو په حقونو معامله نه کېږی وویل، د سولې خبرو پرمخ وړل په کاری لومړیتوبونو کې ځای لری او د نوی حکومت تمرکز به خلکو ته د مؤثرو خدمتونو وړاندې کول وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید