روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی له افغانستان سره د آلمان مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او ښو اړیکو نښه وبلله

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د همکارۍ او اقتصادی انکشاف لپاره د المان فدرالی دولت وزیر مارتین جاګر سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی او په کابل کې د هغه هیواد مېشت سفیر هم په کې حضور درلود، جمهوررئیس غنی هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د المان د مالی، نظامی او سیاسی مرستو مننه وکړه وې ویل، دغه مرستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ، ښو اړیکو او همدردۍ نښه ده.

د همکارۍ او اقتصادی انکشاف لپاره د المان فدرالی دولت وزیر وویل، د انکشاف، اقتصادی پراختیا او سیاسی او نظامی ماموریت په برخو کې به یې له افغانستان سره د هیواد مرستې دوام ولری.

مارتین جاګر له افغانستان سره د المان ۷۲ میلیون یورو وروستۍ مرستې ته په اشارې وویل، له افغانستان سره مرستې او همکارۍ لپاره ژمنتیا کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړی استازی مارکوزپوتزل وویل، موږ ته سوله او د دې پروسې ملاتړ مهم دی او هیله لرو چې د افغان حکومت او د هغوی د متحدینو هڅې د سولې لامل شی.

هغه د افغان حکومت د سولې پلان د ستاینې ترڅنګ وویل: زموږ د هڅو پایله باید دا وی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شی.

د المان ځانګړی استازی څرګنده کړه، ټاکنې په شفاف ډول ترسره شوې او په دې برخه کې له ټکنالوژۍ ښه استفاده وشوه او همداراز د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه هم وتوانېدل د دې مهم بهیر امنیت تامین کړی.

جمهوررئیس غنی پخپلو خبرو کې وویل، د افغانستان د سولې پلان باید موږ جلا نه، بلکې یو ځای کړی او زموږ د سولې اوه ماده یی پلان د ملی او بین المللی اجماع نویوالی دی چې افغان دولت پرې کار کوی.

جمهوررئیس په افغان سوله کې د المان د رول او ملاتړ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د سولې پروسې مالکیت او رهبری باید د افغانانو په لاس کې وی او هغه څه چې په تېر کې پېښ شوی موږ یې باید په دقیق ډول وارزو او د راتلونکی پلان لپاره د شرایطو بدلون په پام کې ونیسو.

هغه زیاته کړه، د تاوتریخوالی د لمنځه وړلو، مذاکرې او اوربند لپاره مهمه ده چې د پایداره سولې تامین شرایط برابر شی او له ډیالوګ پروسې د ملاتړ لپاره د المان د رول مننه کوو.

جمهوررئیس وویل، زموږ د سولې پلان کې تر ډېره اتصال، سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزیټ ته پام شوی، ترڅو افغانستان د سیمې د څلورلارې په توګه خپل رول ترسره کړای شی.

جمهوررئیس د پوهنې او د هوایی چلند ادارې د تقویت او همداراز د شنې او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې د پانګونې لپاره له افغانستان سره د المان د مرستو غوښتنه وکړه.

د دې کتنې په پای کې د همکارۍ او اقتصادی انکشاف لپاره د المان فدرالی دولت وزیر د جمهوررئیس د خبرو په تایید وویل، المان به د اقتصادی ودې او د افغانستان د امنیت تامین لپاره د غوره شرایطو برابرولو په برخو کې د دې هیواد ترڅنګ پاتې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید