روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: فـاریاب لومړۍ درجـه ولایت ته ارتقأ کـوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی فاریاب ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ځوانانو او د مدنی ټولنې فعالینو سره وکتل.

په پیل کې سید زین العابدین عابدی د نورو په استازیتوب د حکومت د کړنو او پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ د امنیت د تامین، د میمنې ــ اندخوی د لوی لارې د پرانیستو، د المار بند جوړولو، فاریاب ته د مرغاب اوبو انتقال، کرنې او مالدارۍ ته د پاملرنې، درې سوه بستریز ته د سل بستریز روغتون د ارتقا، د هرات ــ میمنې لوی لارې جوړولو، ځوانانو ته د کارموندنې او له دویمې درجې څخه لومړۍ درجې ته د فاریاب ولایت د ارتقا  په اړه د فاریاب ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شرېک کړل.

د هېواد جمهوررئیس د فاریاب ولایت د ځوانانو او مدنی ټولنې د فعالیتونو قدردانی وکړه او وې ویل، دغه ولایت د لومړۍ درجه ولایت ټول معیارونه لری او لومړۍ درجې ته ارتقا کوی. هغه زیاته کړه: فاریاب په واقعی ډول قانون محور او د افغانستان کوچنۍ نمونه ده چې ټول قومونه په کې د یو بل ترڅنګ د ورورولی ژوند کوی.

جمهوررئیس غنی وویل، حکومت د امنیت تامین او لویو لارو پر پرانیستو جدی تمرکز لری او ډاډه اوسئ چې زړ ور  امنیتی او دفاعی ځواکونه د فاریاب ولایت امنیت تامینوی. هغه زیاته کړه، زمونږ اوبه مهارېږی  او له دې سره د سېلاب خبیثه حلقه او وچکالی له منځه ځی.

جمهوررئیس د دې په څرګندولو سره چې کرنه او مالداری د فاریاب د خلکو د عاید اصلی سرچینه ده، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، پر داسې طرحه کار وکړی چې فاریاب ولایت د مالدارۍ پر مرکز بدل شی.

جمهوررئیس غنی وویل، نوی نسل ته زما پیغام دا دی، چې د بې وزلی او وزګارتیا د له منځه وړلو لپاره اقتصاد او تشبث د خپلو فعالیتونو اصلی محور وګرځوی.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان هره ژبه د وصل نقطه ده او پر عظیمه ازبکی ژبه پانګونه کېږی، ځکه زمونږ د سیمه ییزې اړیکې په پراختیا کې مثبت اغېز لری.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید