روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: عربی متحده امارات د افغانستان زعفران اخلی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی عربی متحده اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې په یاد هېواد کې له مېشت افغان تاجرانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

په دې کتنه کې چې په ابوظبی ښار کې وشوه، په پیل کې په عربی متحده اماراتو کې مېشت افغان سوداګر عبیدالله صدرخېل د سوداګرو دستونزو حل په خاطر د هېواد د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او وې ویل، نا امنی او اداری فساد په هېواد کې د هغوی د پانګونې د خنډ لامل شوی.

هغه زیاته کړه: د جمهوری ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه جوړ شوی کمېسیون توانېدلی چې تر زیاته بریده د هغوی ستونزې حل کړی.

دغه راز افغان سوداګر ابراهیم محب په افغانستان کې د بانکدارۍ سکتور ستونزې مطرح او جمهوررئیس ته د وړاندیزونو ترڅنګ وویل، د افغانستان بانکونه له ګڼو ستونزو سره مخ دی او له هغو څخه د سترګې پټول به د جدی خطرونو لامل شی. نوموړی وړاندیز وکړ، د بانکدارۍ د ودې او د دغه سکتور د خطرونو د مخنیوی لپاره د ارزونې او مشورې بین المللی نظارتی کمپنۍ ګومارلو ته اړتیا ده. په دې کتنه کې د هېواد د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومی افغان سوداګرو ته د حکومت د انکشافی او سوداګریزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، مالیې وزارت د افغانستان د ګمرکونو د رئیسانو په همکارۍ د هېواد د بندرونو عمده ستونزې مشخصې کړی او هغو ته رسیدګی کېږی. ډاکټر قیومی زیاته کړه، د جمهوررئیس د لارښوونې پر بنسټ، د کرنې، کانونو، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د پانګونې پرورګرام شته او دا افغان سوداګرو ته تر ټولو ښه فرصت دی. وروسته د هېواد جمهوررئیس محمد اشرف غنی د افغانستان د صادراتو په زیاتوالی کې د سوداګرو د فعالې ونډې د هڅو قدردانی وکړه. محمد اشرف غنی زیاته کړه: د ابوظبی ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان ورسره په کتنه کې ژمنه کړې چې عربی متحده امارات د افغانستان زعفران اخلی. هغه زیاته کړه اذربایجان هم تیار دی چې د افغانستان بادام، انګور او پیاز واخلی. جمهوررئیس غنی په عربی متحده اماراتو کې له مېشت افغان سوداګرو وغوښتل چې په نړیوالو په ځانګړی ډول د عربی متحده اماراتو بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو لپاره له برابروشویو فرصتونو څخه په استفادې پانګونه وکړی او د صادراتو لپاره دې واضح هدف وټاکی. جمهوررئیس غنی وویل، په بېلابېلو برخو کې جدی اصلاحات راغلی او دا بهیر دوام لری. هغه زیاته کړه د کانونو قانون په اساسی ډول تغییر کړی او د کانونو سکتور کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. دغه راز جمهوررئیس وویل، په کابل کې به امنیتی ګواښونه ډېر ژر رفع شی، ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې په کابل کې غېرمسوول وسله وال  بې وسلې کړی. جمهوررئیس غنی وویل، د بانکدارۍ بحران دولت نه، بلکې خصوصی سکتور ایجاد کړی او ناوړه استفاده په هېواد کې د بانکونو دکمزورۍ لامل شوې.

هغه زیاته کړه، په دې اړه د معتبرو بین المللی کمپنیو له لوری ارزونه اړینه ده او د مالیې وزارت سرپرست ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو کمپنیو د استخدام پر میکانیزم کار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید