روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: زه د افغانانو په تدبیر او یووالی بشپړ باور لرم

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی په سولې مشورتی لویه جرګه کې د فراه، نیمروز، بادغیس او غور ولایتونو استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی حاجی عبدالستار حسینی د فراه، حاجی بازمحمد ناصری د نیمروز، جنیدالله اشکانی د بادغیس او فضل الحق احسان د غور ولایت د ولسونو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی د افغانستان خلکو او جمهوررئیس ته د سولې مشورتی لویې جرګې د بریالی ترسره کېدو مبارکی وویله او د امنیت د تامین، برېښنا، بندونو، سرکونو، روغتیایی خدماتو ته د پاملرنې، د ښوونځیو او ښوونکو د زیاتوالی، انکشافی پروژو، کلیدی پستونو کې د ځوانانو او کدرونو د استخدام، وچکالۍ او سېلاب ځپلو ته د رسېدنې په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د هیواد جمهوررئیس وویل، زه د افغانانو پر تدبیر او یووالی بشپړ باور لرم او دا تاسو د سولې مشورتی لویه جرګه کې ثابت کړ.

هغه له دې استازو وغوښتل چې خپلو ولایتونو ته له ستنېدو وروسته د فضا او مشورتی لویې جرګې د ازادۍ په اړه خلکو ته ووایی، ځکه اړتیا ده چې د سولې تعقیبی کارونه د خلکو له خوا ترسره شی.

جمهوررئیس د یادو ولایتونو امنیتی ستونزو ته په اشارې د سیمه ییزه ارګانونو ادارې عمومی رئیس ته لارښوونه وکړه چې د دې ولایتونو استازو سره د امنیتی مسوولینو غونډه تنظیم کړی چې د دوی نظریات او لیدلوری واوری. هغه زیاته کړه، امنیتی او دفاعی ځواکونو کې سلیقوی استخدام او سیاسی مداخلې د ناامنیو عمده دلیل دی او زما ژمنه داده چې دا ټول پایته رسوم.

جمهوررئیس همدارنګه په ننګرهار کې بریالیو امنیتی تجربو ته اشاره وکړه او وې ویل، د سیمې د خلکو همکاری او وړاندیزونه د امنیت تامین کې اغېز لری او له هغوی یې وغوښتل چې د ښه امنیت د تامین او د فساد د له منځه وړلو په خاطر خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړی.

جمهوررئیس غنی څرګنده کړه، په نیمروز، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې عظیم بشری او طبیعی ظرفیت موجود دی چې تراوسه ورڅخه ګټه نه ده اخیستل شوې. هغه د یادو ولایتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ټول وړاندیزونه په جدول کې اولویت بندی کېږی او هر یوه ته به رسیدګی وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید