روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: زموږ خلک پر افغانستان شموله، پیاوړی او ولسواک نظام باورمند دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشورتی لویه جرګه کې د علمی او اکاډمیکو بنسټونو، لیکوالو، شاعرانو، حقوق پوهانو د اتحادیې او ورزشکارانو له استازو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ډاکټر ضیا رفعت د علمی او اکاډمیکو بنسټونو، دلاور نذیر زوی د لیکوالو او شاعرانو، نجلا راحل د مدافع وکیلانو او احمدبشیر ترکی د ورزشکارانو په استازیتوب خبرې وکړې.

دوی جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د مشورتی لویې جرګې د بریالی ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ د لوړو زده کړو د وضعیت د ښه والی، څېړنیزو فعالیتونو ته د زمینې برابرولو، د استادانو ترفیع ته د پاملرنې، اکاډمیکې خپلواکۍ، د پوهنتونونو متوازن انکشاف او مالی خپلواکۍ او د استادانو د بې سرپناهۍ ستونزې د حل په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه بیان کړل.

دغه راز یادو ویناوالو لیکوالو او شاعرانو ته د پاملرنې،  هغو لیکوالو او شاعرانو ته د دولتی نښانونو او جایزو د ورکړې په اړه  چې د سولې په برخه کې هڅې کوی، د مالی صندوق د ایجاد، د لیکوالو د اثارو د ملاتړ، د علمی او فرهنګی شخصیتونو د معرفی،  د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځې په مناسبت د کنفرانسونو جوړولو، ورزشکارانو ته د خدمت پاسپورت ورکولو او د ورشکارانو د دولتی لایحې د ستونزو د حل په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

دوی دغه راز د اداری اصلاحاتو، عدلی او قضایی، قانون حاکمیت، فساد سره د مبارزې او د حکومت د زېربنایی او اقتصادی برنامو څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ، دغه راز یې د المپک ملی کمېټې د سولې او ورزش په نوم یو کمېسیون ایجاد کړی چې داسولې ته د ورزشکارانو بې صبرانه نښه ده. جمهوررئیس غنی د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د سولې مشورتی لویې جرګې کلیدی ټکی دا وو چې د افغانانو سیاسی شعور حد او حدود نه لری، زموږ ملی یووالی نه زیانمنېږی او زموږ خلک پر افغانستان شموله، پیاوړی او ولسواک نظام باورمند دی.

هغه زیاته کړه، هېواد په ټول ملت پورې تړاو لری، نه په اقلیت او اقتدار به یواځې د خلکو د ارادې او ازادو او رڼو ټاکنو پر بنسټ بدلېږی.

 جمهوررئیس وویل، په راتلونکو پنځو میاشتو کې به د پوهنتونونو په زېربنا ۶۰ میلیون ډالر ولګول شی، منسجمه برنامه تر لاس لاندې ده او باید پوهنتونونه اساسی زېربناوې ولری.

 جمهوررئیس غنی څرګنده کړه، استادان او محصلین باید اقتصاد محوره او پوهنتونونه دې تولیدی وی، خو تر ټولو مهم تولید یې فکر دی.  هغه زیاته کړه، اکاډمیکه خپلواکی ضروری ده، خو د مشارکتی حکومتولۍ چوکاټ باید واضح وی.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، واضح اړتیا ده چې زموږ په پوهنتونونو کې د حکومتولۍ ډول تغییر وکړی او د هېواد په اقتصادی پراختیا کې د پوهنتونونو اړتیا او د افغانستان اقتصادی واضح پوهه، باید رامنځته شی.

 هغه وویل، موږ غواړو په ملی پروسو کې لیکوال ونډه ولری، تاسې باید سانسور نه شئ او نه هم څوک درته لوری وټاکی.

جمهوررئیس د ازادۍ د ابعادو په اړه وویل، ازادی یواځې توره نه ده، بلی فکری، اقتصادی، امنیتی او سیاسی خپلواکی هم اړینه ده چې د خپلواکۍ یوه برخه له نورو سره زموږ همغږی او ژوند دی، ځکه د افغانستان راتلونکی په اړیکو پورې تړاو لری او زموږ هېواد سیمه ییزې همکارۍ پر څلور لارې د بدلېدو په حال کې دی.

جمهوررئیس غنی دې ته په اشارې چې د مدافع وکیلانو له ظرفیت څخه باید استفاده وشی وویل، په تېرو څلور نیمو کلونو کې څلور سوه قوانین او مقررې تصویب شوی دی او هغه څه چې غواړو دومداره وی، عدلی او قضایی خپلواکی ده. جمهوررئیس، ورزشکاران د سولې سفیران وبلل او د دوی لاسته راوړنې یې وستایلې وې ویل، د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سلامخانې ماڼۍ په څېر ماڼۍ جوړېږی چې یواځې د غونډو او ناستو ځای به نه وی، بلکې د ورزشی مجتمع په څېر به هم ورڅخه استفاده وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید