روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د اداری فساد پر ضد د مبارزې د نړېوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

دغه مراسم چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول او یو شمېر لوړ پوړو دولتی مقاماتو او کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو کوردیپلوماتیک غړو هم پکې حضور درلود، جمهوررئیس غنی  په دې مراسمو کې وویل: کله چې په هېواد کې د اصلاحاتو لپاره کار کوو، یو شمېر خلک فکر کوی چې د اصلاحاتو مخکښان غواړی نورو ته کنده وباسی او په دې توګه له اصلاحاتو منفی برداشت کوی، خو نور بیا په دې باور دی چې روښانه آینده او د ښې راتلونکی لپاره د اصلاحاتو راوستل، د بنسټونو کېښودل دی.

جمهوررئیس وویل، دا چې د بنیادی اصلاحاتو او کندې وېستلو ترمنځ توپیر وشی، د اصلاحاتو شپږو اساسی ابعادو ته د پاملرنې اړتیا ده چې د باورمندۍ، مشخصې طرحې، لار نقشې، ارادې، تطبیق او پایلو څخه عبارت دی.

نوموړی دې ته په اشاری چې د فساد بیه څوک پرې کوی وویل، په تېر کې کانکور د فساد واضح بېلګه وه، لسګونو ځوانانو مو انتحار وکړ، زرګونه ځوانان مو په کانکور پروسه کې د فساد له امله ناامیده شول، معلومه ده چې د دې ټولو بې عدالتیو او فساد بیه د غریبانو اولادونه پرې کوی، خو د ملی یووالی حکومت په راتګ سره په دې برخه کې پراخ اصلاحات رامنځته شوی دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، کلونه زرګونه دوسیې لاینحل پاتې وې، خو نن د خدای تعالی په فضل که دوسیې ډېرې هم پاتې شی له یوې ربعې نه تر بلې دی، خو تېرې د تصفیه کېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړه، چا باور درلودچې قراردادونه له اړیکو پرته کېږی.

جمهوررئیس دې ته په اشارې چې د سپټمبر له یوولسمې نه وروسته افغانستان ته توجه زیاته وه، وویل: میلیاردونه ډالرراغلل ولی زموږ اوبه مدیریت نه شوې، سړکونه مو جوړ نه شول او موږ د زېربنا څښتن نه شو، ځکه موږ د پیسو مدیریت ونه کړ او شخصی ګټو ته مو پر ملی ګټو ترجیح ورکړه او نتیجه یې دا شوه چې نن نړۍ پوښتنه کوی چې موږ خو درسره مرسته وکړه، تاسې ځانته څه وکړل، باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړو.

د هېواد جمهوررئیس د عدلی او قضایی مرکز دوو تنو کارکوونکو آغلې سایمې او توریالی ته چې فساد سره د مبارزې په برخه کې یې ځانونه له لاسه ورکړل، فساد سره د مبارزې د شهیدانو لقب ورکړ.

جمهوررئیس څرګنده کړه، فساد سره د مبارزې یوه لار، نسلی تغیر دی، ځوانه رهبری چې اوس زموږ او ستاسې پروړاندې قرار لری، له پیاوړی مقاومت سره مخ شوې، خو تر دې ځایه رارسېدلی ده.

محمداشرف غنی وویل، که چېرې د بنسټونو د بشری سرچینو په برخه کې له ځوانو او ژمنو رهبرانو استفاده ونه کړو او دوی ځای پر ځای نه کړو، په دې معنی ده چې موږ بېرته شاته تګ کوو.

جمهوررئیس په ټینګار وویل، زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شی او دا چې زموږ نه مخکې وضعیت څه ډول وو، قضاوت یې ملت ته پرېښودل شی. دا حرکت به دوام ولری، دا یواځې د جمهوررئیس او حکومت دنده نه ده، په دې ځای کې د خلکو، رسنیو، مدنې ټولنې، علماوواو د افغانستان د ټولو اقشارو په ځانګړی ډول د ښځو رول مهم دی.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، فساد او بې عدالتی د اساسی قانون د تطبیق مخه نیسی او بالاخره فساد د فقر او بدامنۍ ستر لامل دی.

جمهوررئیس غنی دې ته په اشاری چې افغان حکومت فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېر کارونه کړی، وویل: پر مخ به ځو او انشاالله و تعالی دا مزل به منزل ته رسوو، ځکه فساد سره مبارزه د اسلام د مقدس دین د مهمو ارزښتونو څخه ده.

جمهوررئیس فساد سره د مبارزې په برخه کې د مکافاتو او مجازاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، د ملی وحدت حکومت ډېر مهم ملکی او نظامی چارواکی تر څېړنو او پوښتنو لاندې نیولی او اوس په زندانونو کې دی.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ملکی خدمتونو په برخه کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس کړنې د قدر وړ ګڼم او دا چې د نړیوال بانک شاخصونه مو پوره کړل په دې برخه کې د اجمل احمدی هڅې ستایم او د کانکور په برخه کې د رسولی صیب او په عدلی او قضایی برخه کې د قاضی صیب رسولی له هلو ځلو مننه کوم.

په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش د فساد پر وړاندې د مبارزې د حقوقی بستر او د اصلاحاتو او د قوانینو د تعدیل په برخه کې د افغانستان دولت د اخیستل شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، حکومت د عمومی قوانینو په برخه کې د سوداګرۍ او اقتصادی قوانینو څخه نیولې تر مدنی، جزایی او اداری قوانینو او د اداری فساد پر ضد د مبارزې په اړه د ځانګړو قوانینو په برخه کې ارزښتناک ګامونه اخیستی دی.

استاد دانش وویل، د ملی یووالی حکومت د څلورو کلونو او دریو میاشتو په موده کې یواځې د جمهوری ریاست د دویم مرستیال په دفتر کې د قوانینو کمېټې له لارې د ۳۹۰  بېلابېلو تقنینی موضوعاتو پر سندونو کار شوی چې ډېری یې بشپړ او نافذ شوی دی.

په دې مراسمو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی تادامېچی یاماماتو، افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو سفیر جان بس او د برېتانیا سفیر  نیکولاس‏کی هم خبرې وکړې.

دوی د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د جمهوررئیس ژمنې وستایلې او وې ویل، د افغانستان حکومت د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې دوامدار تمرکز لری.همدرانګه دوی فساد  ستره ننګونه وبلله او دا چې د افغانستان حکومت دغې پدیدې سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړی، مننه وکړه.

دغو مراسمو د ټولو ګډون کوونکو له لوری د جینوا کنفرانس د چوکاټ پر شاخصونو پر متقابل بحث دوام  وکړ. په پای کې فساد څخه د پاکې ټولنې پر لور تر عنوان لاندې د امانتدارۍ ژمنلیک هم د افغانستان د لوړ پوړو دولتی مقاماتو له خوا لاسلیک شو.

هغوی په دغه لاسلیک شوی ژمنلیک کې د فساد پر وړاندې د باور او مېړانې پر اصل، د فساد نشتوالی او د هغه نه زغم،  د شتمنۍ د اظهار، د امانتدارۍ جزایرو، د پرانیستې او مستند پالیسۍ پر پرېکړې، د فساد پر وړاندې د ګډ کار، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون موادو پر دقیقې اجرا، د مفسدینو پر وړاندې پر پرېکنده چلند او دا چې پوهه قدرت دی، د فساد پر وړاندې د مبارزې خپلواکو بنسټونو ملاتړ او د امانتدارۍ د تړون لیکونوپر ټول شموله کېدو ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید