روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د یونسکو فرهنګی مسوول سره د مس عینک تاریخی آبداتو د ساتنې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون په ارګ کې د ملګرو متلونو ښوونیز، علمی او فرهنګی سازمان (UNESCO) فرهنګی مسوول فلیپ دیلانګی سره په کتنه کې د مس عینک تاریخی ابداتو د ساتنې په اړه بحث او خبرې وکړې. په دغه کتنه کې جمهوررئیس اطلاعاتوفرهنګ وزارت او د یونسکوفرهنګی مسوول ته دنده وسپارله چې د مس عینک کان سیمې د تاریخی ابداتو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره تفصیلی پلان باندې کار وشی.

جمهوررئیس وویل، حکومت د تاریخی ابداتو د ساتنې مسوولیت لری، یونسکو او اړونده ادارې دې د لرغونو اثارو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره خپلې تجربې د افغانستان حکومت سره شریکې کړی.

د یونسکوفرهنګی مسوول د تاریخی ابداتو او سیمو د ساتنې په برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو څخه په مننې لرغونو اثارو او ابداتو ته د حکومت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید