روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د کنړ ولایت د عامې روغتیا اداری تعمیر پرانېست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د کنړ ولایت مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته  د دغه ولایت د عامې روغتیا اداری تعمیر پرانېست.

جمهوررئیس غنی د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: عامې روغتیا وزارت ته مې لارښوونه کړې چې د تجهیز او د خدماتو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړی.

د کنړ ولایت د عامې روغتیا اداری ودانۍ چې د جمهوررئیس له خوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده، له ۱۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په لګښت په معیاری ډول جوړه شوې.

دغه راز جمهوررئیس غنی د کنړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظار خونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

جمهوررئیس د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لرم چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کنړ د شخصیتونو په نوم ونومول شی.

د کنړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځی چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید