روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د کرکټ بورډ تشکیلاتی ستونزې او اړتیاوې دې وارزول شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د افغانستان د کرکټ بورډ له غړو سره وکتل او د افغانستان دکرکټ بورډ د وضعیت په اړه یې د هغوی ارزونه او راپور واورېد.

لومړی، د افغانستان د کرکټ بورډ غړو وویل، د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال او تر هغه وروسته د افغانستان د کرکټ وضعیت وارزول شو او د ملی ټیم د ښه کېدو لپاره ځینې اقدامات ترسره شوی دی.

وروسته جمهوررئیس غنی د هېواد د کرکټ ملی ټیم او د افغانستان کرکټ بورډ د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، د کرکټ ملی ټیم تل د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې او ویاړونه راوړی دی او د ملی ټیم بری د خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده. جمهوررئیس زیاته کړه چې کرکټ د خلکو ملی پانګه ده او د هغه د وضعیت د ښه والی لپاره باید پانګونه پرې وکړو.

جمهوررئیس په کرکټ بورډ کې ستونزو ته په اشارې وویل، د کرکټ بورډ تشکیلاتی ستونزې او اړتیاوې دې جدی وارزول شی او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشی. هغه زیاته کړه: دا د بورډ مسئولیت دی چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل شی.

جمهور رئیس وویل، موږ د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ په مخکې لرو او په هغه کې د بریالی کېدو لپاره باید لازم تیاری ونیول شی. جمهوررئیس څرګنده کړه، کرکټ باید د یوې ملی پانګې په توګه سرتاسری شی او د ودې لپاره یې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترتیب شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید