روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوی په اړه دې سرتاسری کمپاین ترسره شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف د ویډیو کنفرانس له لارې د هرات، نیمروز، سمنګان، بلخ، کاپیسا او کابل والیانو سره په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوی پر تدابیرو خبرې وکړې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادی او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازی محمد یوسف غضنفر، د ملی امنیت سلاکار، د عامې روغتیا وزیر او یو شمیر اړوندو حکومتی مقاماتو حضور درلود.

په پیل کې د هرات والی عبدالقیوم رحیمی وویل، تر پنجشنبې پورې نږدې ۱۱ زره افغان مهاجر له ایرانه خپل هیواد ته راستانه شوی او د هیواد په بېلابېلو برخو کې خپلو مېنو ته ځی

هغه وویل، خلکو ته دې د کرونا ویروس د ګواښونو په اړه عامه پوهاوی زیات شی او په هرات ولایت کې دې پر طبی خدمتونو او تجهیزاتو لا زیات تمرکز وشی.

هرات والی د امنیتی او دفاعی ارګانونو او عامې روغتیا وزارت د همکاریو مننه وکړه وې ویل، د اړوندو ارګانونو په همکارۍ دې یوه کړنلاره جوړه او هڅه دې وشی چې د خلکو د راټولېدو مخنیوی وشی.

وروسته د نیمروز والی سیدولی سلطان په دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د لازمو تدابیرو په ترسره کېدو ټینګار وکړ، وې ویل، په دې ولایت کې د عامه پوهای پروسه دوام لری او تراوسه پکې کومه واقعه نه ده ثبت شوې.

ورپسې د سمنګانو والی عبداللطیف ابراهیمی وویل، د کرونا ویروس خپرېدو د مخینوی په موخه مو له بېلابېلو اقشارو سره متعددې غونډې جوړې کړی او هغه درې تنه چې له ایرانه هیواد ته راستانه شوی وو، د دې ولایت په روغتون کې قرنطین دی.

هغه زیاته کړه، په دې ولایت کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو بسترولو ته د درملو او مشخص مکان په ګډون یوې مشخصې ودانې ته اړتیا ده.

همداراز د بلخ والی اسحاق رهګذر په خپلو خبرو کې وویل، په دې ولایت کې تراوسه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو زیانمنېدو ته په پام د نوروز جشن لغوه او باید وقایوی تدابیر ونیول شی.

بلخ والی زیاته کړه، د اردو ۲۰۰ بستریز روغتون زموږ په واک کې دی او خصوصی روغتونونو هم د چمتووالی اعلان کړی دی.

نوموړی د ۵ زره محافظتی جامو په واک کې ورکولو، د کرونا د تشخیص او مخنیوی لابراتوار د ایجاد او د نوروز په مراسمو کې یاد ولایت ته د مېلمنو د ورتګ د مخینوی په اړه خپل وړاندیزونه بیان کړل.

د کاپیسا والی عبداللطیف مراد په خپلو خبرو کې وویل، په دغه ولایت کې یوه مثبت واقعه ثبت شوی ده او موږ د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوی په خاطر اضطراری کمېټه جوړه کړې او د عامه پوهاوی بهیر جریان لری.

په دغه ویډیو کنفرانس کې کابل والی محمدیعقوب حیدری په خپلو خبرو کې وویل، په کابل کې د کرونا ویروس هیڅ راز مثبته واقعه نه ده ثبت شوې. هغه زیاته کړه، د علماوو له لورې عامه پوهاوی شوی او رسنۍ باید د عامه پوهاوی په برخه کې زیات رول ولوبوی.

د دغه ویډیو کنفرانس په بله برخه کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل، په هرات ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د معینې په رهبرۍ شپږ نفری ټیم، د هرات ښار په ۱۵ کیلو مترۍ کې د کرونا ویروس د تشخیص مرکز ایجاد کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، هرات ولایت ته تجهیزات استول شوی او روغتیایی پرسونل ته لارښود هم ترتیب شوی دی.

 هغه وویل، عامه پوهاوی دې زیات او د خلکو د راټولېدو مخنیوی دې وشی.

په دغه ویډیو کنفرانس کې ټینګار وشو چې د ودونو، کوژدو او نورو مراسمو په ګډون دې د ټولو هغو مراسمو چې خلک پکې زیات راټولېږی او د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ په کې موجود دی، د ویروس د ګواښ تر دفع کولو پورې، جداً مخنیوی وشی.

همدا راز د ملی راډیو تلویزیون لوی رئیس محمداسماعیل میاخېل په خپلو خبرو کې وویل، ملی تلویزیون یو ساعته ځانګړې برنامه، لنډ تصویری کلیپونه او په ټولیزو شبکو کې د عامه پوهاوی کمپاین پیل کړی او د هرات ملی تلویزیون هره ورځ په دې اړه یو ساعته برنامه نشروی.

جمهوررئیس غنی د دوی د خبرو له اورېدو وروسته په عامه پوهاوی زیات ټینګار وکړ وې ویل، د رسنیو، علمای کرامو او د چارو د پوهانو له لورې دې د عامه پوهاوی لازم او هر اړخیز اقدامات ترسره شی.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس په برخه کې وقایه مهمه ده، د دې اوونۍ تر پایه به متعددې غونډې ولرو او پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړی ډول د درملو او تجهیزاتو په برابرولو به زیات بحثونه وشی.

جمهوررئیس غنی د جمهوررئیس ستر سلاکار او د جمهوری ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو ادارې لوی رئیس وحید عمر ته لارښوونه وکړه چې د رسنیو له مسوولینو سره غونډه وکړی او د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوی او حفظ الصحې د عامه پوهاوی په اړه دې سرتاسری کمپاین ترسره کړی.

جمهوررئیس غنی وویل، د ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو لپاره دې تدابیر ونیول شی او طبعاً د نظافت مراعتولو لپاره دینی لارښوونې موجودې دی چې باید پاملرنه ورته وشی.

هغه زیاته کړه ټولې راډیوګانې باید په عام فهمه ډول د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوی په اړه د عامه پوهاوی برنامې نشر کړی، علما او د چارو پوهان دې د راډیویی او تلویزیونی پروګرامونو له لارې خلک د کرونا ویروس له خطرونو څخه اګاه کړی.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د اړتیا مطابق روغتیایی بستو یا کېټونو څخه دې استفاده وشی وویل، موږ هڅه کوو چې دغه کېټونه زیات او ملی امنیت شورا داسې کړنلاره ترتیب کړی چې امنیتی ارګانونه په دې برخه کې زیاته همکاری وکړی.

د هیواد جمهوررئیس وویل، ټول ولایتونه موږ ته ارزښت لری، خو هرات ولایت چې د زیانمنېدو کچه یې زیاته ده، باید د توجه وړ وګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید