روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د کاپیسا ځوانانو ته په خطاب کې: زموږ هدف باید عملی او طرحې مو افغانی وی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی کاپیسا ولایت ته د خپل سفر  پر مهال د دغه ولایت له ځوانانو او مدنی فعالانو سره وکتل.

په دې کتنه کې غلام مرتضی خاشع، شکیب کوهستانی، خواجه حامد علوی، حشمت الله اسحق زاده، اجمل یوسفزی او مېرمن شمیلا مشعل بیګی د نورو ځوانانو په استازیتوب په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو ستونزې بیان کړې.

دوی د شغل د ایجاد پروسه کې ځوانانو ته د ونډې، د کادرونو د ګمارنې، د تحصیلی بورسونو، البېرونی پوهنتون ته د پاملرنې، صیاد پارک کې د ښځو لپاره د ځانګړی مارکیټ جوړولو، د کاپیسا ورزشکارانو ته د پاملرنې، په ټاکنو کې د شفافیت او حکومت  کې د ځوانانو د حضور په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او د  ملی، سیمه ییزه او بین المللی برنامو ترڅنګ یې د جمهوررئیس د سولې او زیربنایی برنامې وستایلې.

جمهوررئیس غنی د کاپیسا د ځوانانو د خبرو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته د هغوی عادلانه قضاوت څخه په مننې وویل، د افغانستان نوی نسل پیاوړی دی چې وحدت، لیدلوری او د اجراء قوت لری.

جمهوررئیس د مشورې پر اصل ټینګار وکړ وې ویل: په ارګ کې د ځوانانو یو ستر کنفرانس جوړېږی چې د کاپیسا د ځوانانو استازی به هم په کې حضور ولری.

محمداشرف غنی وویل، په راتلونکو څلورو میاشتو کې به په ولایتونو کې اساسی تغییرات د سیالۍ له لارې راشی. هغه زیاته کړه د ښځو مشارکت حتمی او ضروری دی او ښځې به په لوړو بستونو کې مقررې شی.

جمهوررئیس وویل، تاسې د فرصت نسل یاست چې د فرصتونو یوه برخه درنه ضایع شوې، خو هغه څه چې ماته امید راکوی، هغه په ټولو برخو په ځانګړی ډول وزګارتیا او نشه یی توکو سره د مبارزې په برخو کې ستاسې تعهد دی.

محمداشرف غنی ځوانانو ته په خطاب کې وویل، داسې هدف وټاکئ چې د عمل وړ او طرحې مو افغانی وی، دغه راز باید خپله وړتیا تشخیص کړو او زمانبندی شوی د عمل پلان ولرو.

د هېواد جمهوررئیس هغو شتمنیو ته په اشارې چې خدای (ج) افغانستان ته ورکړی وویل، د افغانستان موقعیت د سرو زرو هومره ارزښت لری، ځکه زموږ هېواد د مرکزی او جنوبی اسیا د وصل تر ټولو لنډه نقطه ده او موږ باید زېربنا داسې برابرې کړوچې له دې موقعیت څخه ګټه واخلو.

هغه زیاته کړه، د افغانستان تاریخی او فرهنګی پانګې بېسارې دی او زموږ ترټولو مهمه پانګه زموږ ځوانان دی، په دې شرط چې د ځوان نسل تر منځ توافق موجود وی، که چېرې ستاسې نسل همغږی او یو موټی شی دا به زموږ لپاره تر ټولو ستره موقع وی.

جمهوررئیس غنی څرګنده کړه، د افغانستان تعریف دا دی چې موږ عظیم ملت یوو، خو کمزوری دولتونه مو لرل او باید خپل دولت پیاوړی کړو.

د هېواد جمهوررئیس وویل زموږ ټولې لاسته راوړنې زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو له قربانۍ پرته ځای ته نه رسېږی. هغه زیاته کړه، په ټاکنو کې د ځوانانو ونډه کلیدی ده او ټاکنې به دا تعین کړی چې د ګذار مرحله بریالۍ ده او که نه.

جمهوررئیس غنی له ځوانانو وغوښتل خپلې طرحې منسجمې کړی، چې د کاپیسا لپاره د منلو وړ واضح طرحه ولرو او دا باید په یوه میاشت کې تنظیم  او د راتلونکی کال بودجه کې شامله شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید