روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د کاغذی تذکرو د وېش د سراسری کمپاین د ارزونې په خاطر پلاوی وګماره

د وګړو د احوالو ثبت مرکزی ادارې په وړاندیز او د جمهوری ریاست د عالی مقام د حکم پر اساس د کاغذی تذکرو د وېش د سراسری کمپاین د څرنګوالی او د وېشل شویو تذکرو د کره شمېرد معلومولو په خاطر د احصائیی دملی ادارې د رئیس په مشرۍ واکمنه پلاوی وګمارل شو.

په دغه پلاوی کې د ملی وحدت حکومت د اجرائیه ریاست د استازی په شمول، د ملی تدارکاتو ادارې عمومی رئیس، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معین، دمخابراتو د معلوماتی او ټکنالوژۍ وزارت معین، د پلټنې عالی ادارې معین، د جمهوری ریاست د عالی مقام ددفتر د حقوقی چارو رئیس او د پولی تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی استاد پوهنیار نیاز محمد رامکی غړیتوب لری. د یادونې وړ ده، چې د وګړو د احوالود ثبت مرکزی ادارې په‌ خپل وړاندیز کې د جمهوری ریاست له عالی مقام څخه غوښتی و، چې د کاغذی تذکرو د وېش څرنګوالی او کره ارقامو معلومولو لپاره دې له نورو ادارو او له متخصصانو څخه یو پلاوی وټاکل شی، څو دا بهیر په بې پری ډول وارزوی، څو د ټولو ډاډ ترلاسه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید