روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د څرخی پُل زندان له مسوولینو او محبوسینو سره د اختر مبارکی وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی داختر په دویمه ورځ د څرخی پُل زندان ته ورغی او د دغه زندان له مسوولینو او محبوسینو سره یې د اختر مبارکۍ تر څنګ د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د ښځینه زندانیانو مدیرې رحیمې د ښځینه زندانیانو د وضعیت او محاکماتی پړاوونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښځینه معیاری زندان د جوړولو، د اعاشې د ښه کولو، د وړکتون د جوړولو او د زندانیانو د درملنې په برخه کې یې خپل مشخص وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

همدارنګه د ښځینه زندانیانو په استازیتوب عاقلې خبرې وکړې او ښځینه زندانیانو په ځانګړی ډول کبرسن، ماشومانو او ناروغانو ته یې د جزاګانو په تخفیف او عفوې کې د جمهوررئیس توجه وغوښته.

د څرخی پُل زندان رئیس سمونوال زلمی منګل د زندانیانو اعتصاب ته په اشارې وویل،  ستاسو جلالتماب له پنځه ماده‌یی فرمان او واضح لارښوونو وروسته زندانیانو خپل سوله‌ییز اعتصاب پای ته ورساوه.

جلیل د نارینه زندانیانو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهوررئیس د فرمانونو څخه د قدردانۍ تر څنګ یې د زندانیانو په ځانګړی ډول د سپین ږیرو او ناروغو زندانیانو ته د هغه پاملرنه وغوښته.

جمهور رئیس غنی د دوی د څرګندونو، وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته ټولو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکی وویله او زیاته یې کړه، په اختر کې ځکه درته راغلم چې جمهوررئیس د ټولو افغانانو دی، دا چې محاکمو ستاسو په حق کې هره پرېکړه کړې، مګر انسانی حقوق او حیثیت مو پرځای دی او ماته ښاغلی یاست.

محمد اشرف غنی دوی ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو په حل به یې غور وشی او د ده راتګ د ستونزو د حل څرګند تعهد دی.

د هېواد جمهوررئیس زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو په اړه به دقت وکړی او په کومو مواردو کې چې قوانینو ده ته واک ورکړی په هغه برخه کې به اقدامات وشی او د نورو مواردو په اړه به له اړوندو ارګانونو سره د سلا مشورو په پایله کې قانونی حل لارې ولټوی.

جمهور رئیس وویل، د ښځینه، سپین ږیرو او ناروغو زندانیانو د ستونزو حل ته به پام وشی او زیاته یې کړه، په دې برخه کې به د قانون مطابق غور او اقدام وشی.

د هېواد جمهوررئیس له زندانیانو سره له کتنې وروسته د څرخی پله زندان بېلابېلې برخې ولیدلې او بیا یې د یاد زندان مسوولینو او منسوبینو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې د قانون د حاکمیت عالی شورا راتلونکې غونډه به د زندانیانو د وضعیت ښه کېدو ته ځانګړې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید