روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د ځانګړو عملیاتو قول اردو یو شمېر منسوبین تقدیر کړل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د ځانګړ عملیاتو قول اردو هغه منسوبین تقدیر کړل چې په دې وروستیو کې یې د غزنی ولایت د آب بند ولسوالۍ المار کلی کې د ځانګړی عملیات په پایله کې  ۳۸ تنه هیوادوال د طالبانو له زندان څخه ازاد کړل.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د ملی دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د وینا پرمهال امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د جمهوررئیس له ځانګړې او همېشنۍ پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، د دغه عملیات ښېګڼه او ځانګړنه دا وه چې مطلق افغانی وو او ستاسو د هدایت په اساس د دښمن پر ضد په بېلابېلو ولایتونو کې عملیات ادامه لری.

نوموړی زیاته کړه، موخه مو داده چې ځانګړی عملیات زیات او مطلق افغانی کړو. د ملی اردو سرتېری هیڅ ډول منفی اوازو ته ارزښت نه ورکوی او تر وروستۍ سلګۍ به د هیواد او نظام د دفاع لپاره خپله مبارزه جاری وساتی.

ورپسې د جمهوررئیس فرهنګی سلاکار اسدالله غضنفر د ځانګړو عملیاتو قول اردو درې تنو منسوبینو جګړن عبدالقادر، تورن رحمن الله او دویم بریدمن سیدمبارز ته د ډېر ښه پوځی خدمت په خاطر د دولتی مډالونو د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست.

جمهوررئیس غنی د ځانګړو عملیاتو قول اردو یادو منسوبینو ته د مډالونو له ورکړې وروسته  وویل، تاسې هره ورځ د تقدیر وړ یاست او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تل پر تاسو ویاړم. هغه زیاته کړه، هر افغان ته معلومه ده چې هیڅ منسوب په ځانګړی ډول کمانډویان د معاش او امتیاز نه، بلکې د هیواد، نظام او ملی ګټو د دفاع لپاره مبارزه کوی.

جمهوررئیس غنی وویل، تاسې د هیواد صادق بچیان یاست او ستاسو په رګونو کې د هیواد د اتلانو وینه بهېږی او د هغوی استازیتوب کوئ، ځکه ستاسو مبارزه د ازاد، باعزته او سرلوړی افغانستان لپاره ده او هر افغان درباندې ویاړی.

د هیواد جمهوررئیس وویل، هغوی چې نور یې په زور مذاکراتو ته کشوی، زموږ د اتلانو د پاشلو خبرې دې نه کوی، که دومره تکړه وی د انتحار او انفجار پرځای دې د جګړې په ډګر کې دوی ته ورمخ شی.

جمهوررئیس د ځانګړو عملیاتو قول اردو منسوبینو څخه په مننې وویل، ستاسو د اتلولۍ له برکته نن یوازې اته دېرش کورنۍ نه، بلکې ټول افغانان له خوښۍ پر تاسو ویاړی. هغه زیاته کړه، د دغه ځانګړی عملیات ښېګڼه دا وه چې بندیانو او سرتېرو ته یې هیڅ ډول تلفات نه لرل.

جمهوررئیس غنی هغوی ته ډاډ ورکړ چې د بریدملانو ټول نظریات ورسره شریک شوی او د ستونزو حل ته به یې رسیدګی وشی.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان وویل، موږ د امنیتی خودکفایی په لور روان یوو او تر څو مې چې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وی، نو مهالنۍ سوله نه منم. هغه سوله چې زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وی په کې شوی، هغه سوله موږ ته د منلو نه ده.

جمهوررئیس غنی هغوی ته په خطاب کې وویل، ولسمشر مو نه شاه شجاع دی او نه امیرمحمدیعقوب خان چې چاته تن کېږدی او یا د ګندمک معاهدې ته ورته سندورباندې لاسلیک کړی. هغه زیاته کړه، داسې سوله به راشی چې په هغه کې ستاسو رول لا زیات وی، ځکه لوی ملی پروژې په مخکې لرو.

محمد اشرف غنی څرګنده کړه، زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه د یوې ورځې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کالو لپاره مبارزه کوی. هغه زیاته کړه، که څلوېښت کاله دمخه تدبیر وای، نو افغانستان به بحران او خرابۍ ته نه تلو. هغه په ټینګار سره وویل، نن په وضاحت وایم چې تېرې تېروتنې به نه تکرارېږی.

جمهوررئیس وویل، مار خوړلی له رسۍ وېرېږی، خو موږ نه له رسۍ وېرېږو او نه له ماره، ځکه موږ عقل لرو او په تدبیر مخته ځو او هغه څه کوو چې د وطن عزت په کې خوندی وی.

جمهوررئیس غنی امنیتی او دفاعی منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ستاسو وفا، تعهد او قربانی مهم اصل دی او هیڅوک پر تاسو د نیوکې حق نه لری. هغه زیاته کړه، تر څو چې سوله کېږی، نو تاسو د جنګ مسوولیت لرئ او په دې کې ذره ځنډ هم نه شی راتلی. هغه ورځې تېرې شوی چې زموږ جنرالان او سرتېری به بې موجبه څارنوالۍ ته معرفی کېدل.

ورپسې بریدمل محمدبلال د خبرو پرمهال  د نورو منسوبینو په استازیتوب د جمهوررئیس د پاملرنې او هڅونې قدردانی وکړه او وې ویل، د ټولو منسوبینو په استازیتوب تاسو او ولس ته ډاډ درکوم چې تر وروستۍ سلګۍ د وطن دفاع کوو او دا شعار عملی کوو چې سر یې وهو او سنګر به ترې نیسو.

ممکن است شما دوست داشته باشید