روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د ولسی جرګې رئیس سره په کتنه کې د درې ګونو قواو ترمـنځ په همغږۍ ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د ولسی جرګې رئیس میررحمان رحمانی سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررئیس غنی یو ځل بیا میررحمان رحمانی ته د ولسی جرګې د رئیس په توګه د انتخابېدو مبارکی وویله او زیاته یې کړه، ځینې مهال د بحث وړ مسایل د درې واړو قواوو ترمنځ پیدا کېږی، اما د خوښۍ ځای دی چې تاسو د طرزالعملونو او داخلی وظایفو د اصولو مطابق خپله ستونزه حل کړه.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ولسی جرګې د رئیس او اداری پلاوی د انتخاب پرمهال مې د سترې محکمې په ګډون له ټولو اړوندو ارګانونو څخه وغوښتل چې خپله بې طرفی وساتی.

جمهوررئیس غنی په هیواد کې د قانون جوړولو بهیر ته په پام وویل، د جمهوررئیس او د درې ګونو قواو د رئیس په توګه زما غوښتنه داده چې د قانون جوړولو مسایلو او د حکومت د کړنو څارنه کې خپل کارونه په همغږۍ او تفاهم ترسره کړئ.

د ولسی جرګې رئیس میررحمان رحمانی جمهوررئیس څخه په مننې وویل، تاسو د هیواد د درې ګونو قواوو د رئیس په توګه د قواوو د تفکیک اصل ته درناوی کړی او د ولسی جرګې د رئیس د انتخاب بهیر کې مو له تدبیر څخه کار اخیستی دی.

د ولسی جرګې رئیس ژمنه وکړه، د هیواد د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږی او د موثریت اصل ته په پام به د شورا چارې د اساسی قانون په رڼا کې په صمیمی فضا او حکومت سره د همکارۍ په روحیه مخته یوسی.

نوموړی همدارنګه زیاته کړه، له دوه نورو قواوو سره په تفاهم او همکارۍ به د نظام د پیاوړتیا مسیر کې عملی او موثر ګامونه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید