روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر راتلونکې به هېڅ راز معامله و نه شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکی وکړه.

په دغه کتنه کې چې د ملی دفاع وزارت په تالار کې وشوه جمهوررئیس غنی د هیواد د وسله وال پوځ ټولو منسوبینو ته د نېمکرغه لوی اختر د مبارکۍ پر مهال وویل، زه پر تاسې له دې امله ویاړم چې شپه او ورځ د وطن ساتنه کوئ.

هغه زیاته کړه، ستاسې هڅې په ځانګړی ډول په تېره یوه میاشت کې د تصور وړ نه وې، ځکه تاسې په خپلو وینو دا وطن وګاټه او موږ ټول مو منندوی یوو.

جمهوررئیس د هیواد د امنیتی او دفاعی بنسټونو تر منځ د همغږۍ قدردانی وکړه او وې ویل، تاسې د دښمن د حملو څلور څپې خنثی کړې، نو بناً تاسې د جګړې په ډګر کې بریالی یاست.

جمهوررئیس غنی وویل، نن د افغانستان اسلامی جمهوری نظام ستاسې د سربازۍ او سرښندنې منندوی دی. تاسې د ولسی جرګې د ټاکنو امنیت په بریالی ډول ټینګ کړ او باوری یم چې د جمهوری ریاست د ټاکنو امنیت به هم په بریالیتوب سره تامین کړئ.

جمهوررئیس د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته خپله خواخوږی او همدردی څرګنده کړه او وې ویل، ستاسې لاسته راوړنې په اسانۍ سره نه دی حاصلې شوی، ځکه تاسې د دې وطن زړور بچیان هره ورځ وینه ورکوئ او ملت به ستاسې دغه قربانۍ هېرې نه کړی.

جمهوررئیس محمداشرف غنی په ټینګار سره وویل، د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر راتلونکی به هیڅ راز معامله نه کېږی، دغه راز هغه توافقنامه چې په کې د افغانستان هویت او ملی اقتدار مصئون نه وی، د منلو وړ نه ده.

هغه زیاته کړه، سوله شرطونه لری، خو د سولې د مذاکراتو لپاره قید او شرط نه لرو او زموږ امنیتی او دفاعی قواوې د معاملې وړ نه دی. د نظام ساتنه زموږ د هر فرد وظیفه ده، انفجار او انتحار په اسلام کې ځای نه لری.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د هیواد په درې واړو امنیتی او دفاعی بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلی او د ملی امنیت منسوبین ګمنام نه دی، بلکې هر یو یې حیثیت او شرافت لری او زموږ د ملت ویاړ او عزت دی.

جمهوررئیس غنی وویل، په راتلونکو شپږو اوونیو کې به د هیواد د امنیتی او دفاعی ارګانونو مسوولینو او هوایی ځواک پیلوټانو ته د استوګې نمرې ووېشل شی او په هره قول اردو کې به د استوګنې واضح ښارګوټی جوړ شی چې زموږ د وسله وال پوځ کورنۍ پکې په آرامۍ ژوند وکړی.

جمهوررئیس د سولې د وروستیو انکشافاتو په اړه هم مفصل معلومات ورکړل او وې ویل، د افغانستان اسلامی جمهوریت او زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه د نړۍ اساسی او قانونی شریکان او زموږ د هیوادوالو رسمی او مشروع استازی دی.

هغه زیاته کړه: موږ له امریکا او ناټو سره کوم نوی تړون نه لاسلیکوو، له امریکا، ناټو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره مو ټول قراردادونه او ستراتېژیک تړونونه پر خپل ځای دی.

جمهوررئیس غنی څرګنده کړه، د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین المللی تعهد وجود ولری او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو.

جمهوررئیس د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه ډاډ ورکړ او وې ویل، د دې وطن زړورو بچیانو زرګونه کلونه د افغانستان ویاړلی بیرغ په ټوله نړۍ رپولی دی.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، افغانستان مخته ځی او شاتګ نه کوی. هغه زیاته کړه، تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لورې تصویبېږی، د قوې استعمال زموږ د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو عمده وظیفه ده. زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د دې هیواد د ۳۵ میلیونو هیوادوالو د ساتنې په خاطر ترسره کېږی.

جمهوررئیس غنی وویل، زموږ تصمیمونه آنی او تر فشار لاندې نه وو، بلکې اصولی دی، ځکه د خدای تعالی او د افغانستان د ملت پر وړاندې مسوول یوو.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د دې ترڅنګ چې د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو همغږی، اتلولی او سرښندنې وستایلې وویل، نن د یوې واحدې ټولنې څخه دفاع کوو او تاسې ملی وحدت منعکسوئ او زموږ آزادی د دې وطن د بچیانو د قربانیو محصول دی.

جمهوررئیس محمداشرف غنی د هیواد د وسله وال پوځ منسوبینو ته په خطاب کې وویل، تاسې په عزت او مېړانه خپل کار ته چې له دې خاورې دفاع ده، دوام ورکړئ ځکه تاسې د دې خاورې ساتونکی یاست او پر تاسې به لا زیاته پانګونه کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید