روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درناوی د خپلواکۍ څلی ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درناوی ملی دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلی ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی چې د ملی دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد یې ملتیا کوله او د ملی پوځ سرتېری په منظمو لیکو کې د هیواد له درې رنګه بیرغ سره په درناوی ولاړ وو، د بانډو ټیم ملی سرود غږاوه، د هیواد د خپلواکۍ د معرکې د اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ځانګړی ډول د خپلواکۍ د ګټونکی اعلیحضرت غازی امان‌الله خان په درناوی یې د استقلال څلی ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضی القضات او د سترې محکمې رئیس، د ولسی جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، د ملی امنیت سلاکار، لوی څارنوال، د شاه امان‌ الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوری ریاست سلاکارانو، د افغانستان د علماوو د سرتاسری شورا رئیس، د سترې محکمې یو تعداد غړو، د وسله‌ وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هیوادونو ځینو سفیرانو او استازو حضور
درلود
.

ممکن است شما دوست داشته باشید