روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د ملی یووالی حکومت د اسلامی او ملی ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو پر حقونو بحث کوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهورئیس محمداشرف غنی”تعادل د ښه ژوند لپاره”تر عنوان لاندې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې  پرون له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، جمهوررئیس د ښځو حضور او مشارکت د هېواد په کچه د ملاحظې وړ پرمختګ وباله او وې ویل، د ملی یووالی حکومت د اسلامی او ملی ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو پر حقونو بحث کوی.

جمهوررئیس زیاته کړه، نن د افغانستان ټولې مېرمنې د هېواد په عمده ملی بحثونو کې شاملې دې او د ملی یووالی حکومت په دې ویاړی چې ښځو ته یې د فعالې ونډې زمینه برابره کړې ده.

د هېواد جمهوررئیس وویل، کوچنۍ ماشومه په راتلونکی کې وکیله، سناتوره او قاضی کېدای او د هېواد په اساسی برخو کې ونډه لرلی شی. هغه زیاته کړه: هغه ښځه چې کار لری، پیاوړې ښځه ده او هغه ښځه چې عاید لری د خپلو اسلامی حقونو څخه دفاع کولای شی.

جمهوررئیس غنی څرګنده کړه، زموږ ټول بحثونه باید افغانستان شموله وی، که چېرې د کابل او ولسوالیو او د کابل او ولایتونو ترمنځ واټن له منځه ولاړ نشی، زموږ حرکت به پایدار نه وی.

جمهوررئیس محمداشرف غنی د یوبل منلو د حس پر ایجاد ټینګار وکړ او د تاوتریخوالی امواج بې وزله ښځو ته متوجه وبلل. هغه زیاته کړه، که چېرې موږ د بې وزلۍ د کچې راکمول او لمنځه وړل خپل ملی هدف ونه ګرځوو، د ښځو فقر او بې وزلی له منځه نه ځی. جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، په راتلونکی کال کې باید د جدی بحث په توګه د بې وزلۍ کچې د راکمولو مسئلې ته پاملرنه وشی.

محمد اشرف  غنی څرګنده کړه، نن لازمه ده چې موږ له افغانستان څخه بهر ته وګورو، نه له بهر څخه افغانستان ته. هغه مملکت پرمختګ کوی چې خپل عمده مسایل په خپله وڅېړی او خپله تګلاره په هغه چوکاټ کې چې ضرور ده، ترتیب کړی.

هغه زیاته کړه: هر ځل چې افغانانو په ملی وحدت او اتفاق سره پر ملی مسایلو بحث کړی، هغه حل شوی او اوس هم پر سولې د اتفاق وخت دی.

جمهوررئیس پر پایدارې سولې چې د افغانستان د ډېری خلکو غوښتنه ده ټینګار وکړ او وې ویل، سوله ملی ده؛ قومی، سمتی او حزبی نه ده، سوله د ټولو افغانانو ده او که یوه برخه افغانان له سولې بهر پاتې شی هغه سوله به پایداره نه وی.

په دې مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې وې ویل، د ملی یووالی حکومت د افغانانو د ارمانونو تطبیق او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د ښځو غوښتنو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، د ښځو د ورځې نمانځل په هېواد کې د ښځو د وضعیت ارزونه او د راتلونکی لپاره د لارې پرانیستل دی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، د جګړې په کلونو کې ښځې ډېرې ځورېدلی دی او د پرمختللی افغانستان په جوړښت کې یې رغنده رول لرلی دی.

دغه راز په دې غونډه کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظری هم خبرې وکړې او وې ویل، ښځې د ټولنې د نیمایی برخې په توګه مصممې دی چې اندېښنو ته یې پاملرنه وشی او د سولې په خبرو اترو کې دې استازی فعاله حضور ولری.

نوموړې دغه راز د ښځو دوضعیت د ښه والی په اړه د ښځو چارو وزارت فعالیتونو ته په اشارې وویل، د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د ښځو چارو وزارت او بین المللی شریکانو په ګډو هڅو۲۰ سلنه تاوتریخوالی او ۱۰ سلنه د کم عمره، بدو او بدل ودونه را کم شوی دی.

دلبر نظری د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې وویل، د ښځو چارو وزارت، ۶۷۸ کارکوونکی په کور دننه او بهر د لیسانس او ماسترۍ بورسیو ته معرفی کړی، دغه راز په اقتصادی او د ښځو د محصولاتو د پلور په برخه کې هم د پام وړ کارونه شوی دی.

په دې مراسمو کې د “ښځې ته د سرتېری د لیک” ترنامه لاندې مستند فلم او د ښځو چارو وزارت دکړنو ویدیو هم نندارې ته وړاندې شوه، دغه راز د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر د فعالیتونو د درناوی په موخه یو شمېر ښځو، د هیلو څادر هم لومړۍ مېرمنې ته ډالۍ کړ

ممکن است شما دوست داشته باشید