روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د فرهنګی عالی شورا جوړولو فرمان صادر کړ

د افغانستان داسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د فرهنګی عالی شورا جوړولو فرمان صادر کړ.

په دغه فرمان کې راغلی، د فرهنګی حوزې اړوند بنسټونو د همغږۍ، د اسلامی او فرهنګی ارزښتونو د ملاتړ په برخه کې د منابعو د موثرې سازماندهۍ، لرغونو اثارو ته د ځانګړې پاملرنې، د لیکوالو، هنرمندانو او د چاپی صنعت ناشرانو څخه د ملاتړ، د توریستی جاذبو د معرفی او ګرځندوی صنعت څخه د ملاتړ، د ولسی فرهنګ د پیاوړتیا نشرول او په دې برخه کې د ننګونو د بشری او معنوی ظرفیتونو او فرصتونو د ارزولو او د پانګونې او فرهنګی ظرفیتونو د څارنې په خاطر د فرهنګی عالی شورا جوړول، منظور دی.

د دغه فرمان پر بنسټ د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس د دې شورا رئیس دی او د جمهوری ریاست دویم مرستیال، د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، کانونو او پټرولیم، ښارجوړولو او ځمکو وزیران، ستر امنیتی معین، د جمهوری ریاست عالی مقام د دفتر عمومی رئیس، د چارو ادارې عمومی رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې، علومو اکاډمۍ، ملی راډیو تلوېزیون او کابل پوهنتون رئیسان، د ملی شورا د فرهنګی کمېسیونونو رئیسان،کابل ښاروال، د نواورۍ په چارو کې د جمهوررئیس سلاکار، د جمهوررئیس فرهنګی سلاکاران، د لیکوالو اتحادیې استازی، ناشران، هنرمندان، د خبریالانو صنفی اتحادیې او د افغان فلم، ملی ارشیف او ملی موزیم رئیسان یې غړی دی.

په یاد فرمان کې راغلی، د فرهنګی عالی شورا سکرتریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوری ریاست دفتر عمومی ریاست په همکارۍ مخته وړی او سکرتریت موظف دی چې د دې شورا طرزالعمل ترتیب او فرهنګی عالی شورا ته یې د تائید لپاره وړاندې کړی، د دې شورا غونډې په میاشت کې یو ځل جوړېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید