روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د عوایدو راټولولو هڅې دې زیاتې شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د هیواد د ۳۴ ولایتونو له ملکی او نظامی مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د عوایدو راټولولو بهیر ته د پاملرنې پر زیاتوالی خبرې وکړې.

جمهوررئیس غنی په دې ویډیو کنفرانس کې چې د عوایدو او ګمرکونو معین، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومی رئیس، د امنیتی او دفاعی ارګانونو رهبرۍ او یو شمېر والیانو هم حضور درلود، په ولایتونو کې د عوایدو راټولولو پروسه کې د همغږۍ او هڅو پر زیاتوالی ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غنی د ګمرکونو د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوی په ټینګار امنیتی مسوولینو ته لارښوونه وکړه، د زورواکو په ګډون که هر څوک او هر چېرې د عوایدو راټولولو پر وړاندې خنډ واقع کېږی، نو جدی او قانونی چلند دې ورسره وشی.

د هیواد جمهوررئیس د امنیتی او دفاعی ځواکونو مسوولینو او والیانو ته لارښوونه وکړه چې پر وخت او قانونی ډول د عوایدو راټولولو لپاره د ګمرکونو پر فعالیت او شفافیت خپله پاملرنه او څارنه زیاته کړئ.

جمهوررئیس غنی د عوایدو راټولولو او بودجې جوړولو په برخو کې د مالیې وزارت کارونه او هلې ځلې وستایلې اوپه ټینګار سره یې وویل، باید د نورو خپلواکو هیوادونو په څېر موږ هم خپله بودجه له خپلو عوایدو برابره کړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان حکومت ته د عوایدو راټولول یو مهم اصل دی او د ځان بسیاینې لپاره د حکومت په کاری لومړیتوبونو کې ځای لری، نود عوایدو راټولولو هڅې دې زیاتې شی. هغه په ټینګار وویل، په ګمرکونو کې هیڅوک د عوایدو راټولولو په برخه کې خنډ نشی واقع کېدای او دا یوه ملی وجیبه ده.

محمداشرف غنی وویل، د عوایدو راټولولو او بودجې جوړولو په برخو کې د حکومت ظرفیتونه ښه شوی، خو د لا پیاوړتیا لپاره باید منظم او سیستماتیک پروګرامونه ترتیب او تطبیق شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید