روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د سولې په ټینګښت کې د مشرانو او متنفذینو رول مهم وباله

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی بادغیس ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون سهار د دغه ولایت له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې سناتور رنګین خان مشکوانی او عبدالکریم نصرت د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهوررئیس غنی او ورسره پلاوی ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د قلعه نو د برېښنا د سب سټیشن د پرانیستې په خاطر ور څخه مننه وکړه.

هغوی وویل: بادغیس ولایت ته ستاسې دوه ځلی سفر دغه ولایت ته ستاسو د پاملرنې څرګنده نښه ده چې د بادغیس په تاریخ کې د جمهوررئیس له خوا داسې پاملرنه مخینه نه لری، ستاسو دا کارونه به تاریخ هیر نه کړی.

د بادغیس مشرانو د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ د سولې پروسې، د امنیت او وچکالۍ په برخه کې د دغه ولایت د خلکو اړتیاوو او د لا زیاتو زیربنایی پروژو او د څارویو د غوښې د ساتلو په خاطر د سړو خونو د ایجاد موضوعات مطرح کړل.

د هېواد جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د وچکالۍ موضوع د دقیقې څیړنې په خاطر به د کرنې او مالدارۍ وزیر ژر دغه ولایت ته سفر وکړی.

هغه د سولې او ثبات په ټینګښت او له سیمه ییز حکومت سره په همکارۍ کې د مشرانو نقش مهم وباله او څرګنده یې کړه، تمه لرم بادغیس د سولې په پرمختګ کې یوه بېلګه اوسی او د خلکو او حکومت ترمنځ همکاری پراخه شی.

جمهوررئیس وویل، د قیصارلامان سړک کار د چټکتیا په شمول به د بندونو جوړولو، د څښاک اوبو د چمتو کولو، بیځایه شویو ته رسیدګۍ او غالۍ اوبدونکو ته د ښارګوټی جوړولو په برخه کې به د خلکو اساسی غوښتنو ته پاملرنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید