روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د سولې وروستی تصمیم نیوونکی افغانستان ملت دی

جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د دوحې ناسته کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ګډون کوونکی پلاوی سره په کتنه کې وویل، تاسې هغه ماموریت شروع  کوئ چې ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی او تاسې د دې ولس ورکه چې دوامداره او تلپاتې سوله ده، ترلاسه کوئ. په سلامخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال جمهوررئیس څرګنده کړه، ستاسو ماموریت د افغانستان د ټولنې او دولت هیلې او ارزوګانې تمثیلوی او د ټول ولس عملی استازیتوب کوئ. هغه زیاته کړه، په دې وطن کې زموږ حق ثابت دی او د توندو او تېزو احساساتو پر وړاندې د دې خاورې زغم د هندوکش غره په څېر قرار لری.

د هیواد جمهوررئیس وویل، زموږ ګډ درد دا دی چې هره ورځ د وینې توېدو شاهدان یوو. انتحار، انفجار، ډزو او بمباریو، روحاً او جسماً ستړی کړی یوو، خو دا چې زموږ په زړونو او وینه  کې وطن سره د زرهاو کلونو مینه ده، نه ماتېږو او نه نهیلې کېږو. هغه زیاته کړه، موږ باوری یوو چې د نورو بحرانونو په څېر به دغه څلوېښت کلن جنګ هم ختموو. د نهیلۍ ختمولو کیلی زموږ په لاسونو کې ده. هغه په ټینګار سره وویل، راشئ یو بل ومنو او د راتلونکو نسلونو لپاره له ځانځانۍ تېر شو. د ځانځانۍ ښامار څوک منزل ته نشی رسولی او نه هم یوازې ځان پسې ګرځېدل ارامی راوړلی شی.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل،  یو تاریخی فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمی ستونزې حل کړو. د خپلواک ملت په توګه هغه تصامیم نیسو چې د خدای رضا او د ملت خېر په کې نغښتې. محمداشرف غنی وویل، د سولې لپاره ملی، اسلامی، سیمه ییز او بین المللی شرایط چمتو دی او سوله د جرئت  او قوت سمبول ده. هغه زیاته کړه، یوازې ولس پرېکړه کوی چې کوم شرایط او حدود منی او له کومو سره مخالفت لری.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د سولې وروستی تصمیم نیونکی ملت دی. موږ او تاسو ټول استازی یوو. زموږ قوت او عزت  په همدې استازیتوب کې دی. مسوولیت  مو هم له همدې استازیتوب  سرچینه اخلی او همدا استازیتوب زموږ د واکونو حدود ټاکی. محمداشرف غنی وویل، تاسو ته د لومړی ځل لپاره  له مقابل لوری سره د هر اړخیزو بحثونو زمینه برابره شوې. تاسو په قطر کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او افغان ملت استازیتوب کوئ او دا استازیتوب مهم دی.

جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل،  د اوسنی افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، هغوی وپېژنئ او فرصت ورکړئ چې تاسې وپېژنی. هغه زیاته کړه، د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو څخه جوړې شوې دی. هغه زیاته کړه، طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لری او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږی، زموږ خپل تاریخ راته وایی چې پردی زموږ لپاره تصمیم نشی نیولی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د وینې تویول بریالیتوب نه دی او نه هم د ستونزې سیاسی حل لاره غالب او مغلوب لری. د سولې ګټونکی به افغان ماشومان،مېرمنې، یتیمان او د افغانستان ولس وی. موږ سوله د ځان نه، بلکې د راتلونکو نسلونو د ابادۍ او هوساینې لپاره کوو. جمهوررئیس وویل، تاسې د دولت او ملت د سفیرانو او استازو مسوولیت لرئ. له طالبانو سره په زغم، دقت او متانت د ولس د غوښتنو، د نظام د تداوم، قانونیت او د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه واضح خبرې وکړئ. هغه زیاته کړه، د دوی  په دردونو، مجبوریتونو، هیلو او نظریاتو باندې ځان پوه کړئ، دا تاسې پورې تړلې ده چې بېرته د افغانستان ولس لپاره څه راوړی؟

ورپسې د سولې عالی شورا مرستیالې اغلې حبیبې سرابی د دوحې ناستی د پیشنهادی اجنډا په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. جهادی رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف د وینا پرمهال وویل، نن د یوې مبارکې موضوع په اړه چې سوله ده دلته راټول شوی یوو. سوله الهی امر او د ولس، نړۍ او بشریت  غوښتنه ده. هغه زیاته کړه، د هر جنګ پای سوله ده او د سولې مخالفت په حقیقت کې د خدای د دین مخالفت دی.

نوموړی وویل، زموږ پر هیواد جنګ تحمیل شوی او د جنګ هره لحظه ناروا ده. د جنګ د پایته رسولو یوازینۍ لاره تلپاتې او باعزته سوله ده. هغه دوحې ته د تلونکی پلاوی له غړو وغوښتل چې د مناظرې او مناقشې نه، بلکې د سولې په نېت لاړ شئ او خپل وحدت وساتئ. همدارنګه یې د طالبانو له پلاوی هم وغوښتل چې له اصلاح او ښه نیت سره د سولې مذاکراتو ته راشی. د سولې عالی شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلی وویل، جنګ د حل لاره نه ده او د یو شفاف میکانیزم په اساس باید سوله تامین شی. هغه زیاته کړه، د نړۍ په هیڅ هیواد کې هم سوله له جرئت او قاطعیت پرته نه ده راغلې او نه هم سوله تېر ته د ورګرځېدو په مانا ده.

هغه څرګنده کړه، د جنګ پایته رسېدل او د سولې تامین د ټولو غوښتنه او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت پلاوی څخه یې وغوښتل چې په پراخ او ملی لید د دوحې بین الافغانی مذاکراتو ته لاړ شی او په متانت د خپلو خلکو استازیتوب وکړی. مخکېنی جمهوررئیس حامدکرزی دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، نن د خوشالۍ ورځ ده چې سولې ته د رسېدو هڅه او عزم مو کړی. د افغانستان خلکو ته تر دې بله لویه هیله او خوشالی نشته. هغه زیاته کړه،  له طالبانو سره په ناسته کې کوښښ وکړئ چې د سولې لپاره لاره پیدا کړئ او زموږ وظیفه د جنګ ختمول دی.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، خوښ یم چې د دولت پلاوی دوحې ته له تلو مخکې دلته غونډه کوی او دوی به د افغانانو استازیتوب وکړی. هغه زیاته کړه، په دې هیله چې ستاسو هڅې د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړی. نوموړی وویل، په دغه پلاوی کې د بېلابېلو اقشارو استازی حضور لری او ټول د پایداره او باعزته سولې د تامین لپاره د افغانستان د دولت او ملت په استازیتوب د دوحې کنفرانس کې ګډون کوی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید