روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د راستنېدونکو حاجیانو له وروستی کاروان سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی په حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر کې، بیت الله شریف څخه د راستانه شویو حاجیانو له وروستی کاروان سره وکتل.

د دغې کتنې په پیل کې د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوی عبدالحکیم منیب افغان حاجیانو ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او وې ویل: د تېرو کلونو په پرتله د حج پروسه کې مثبت تغییرات راغلی دی.

هغه زیاته کړه، سږ کال افغان حاجیان په ۲۵ ورځو کې بېرته هیواد ته رالېږدول شوی، ۳۸ ورځې یې د حج په مراسمو کې تېری کړی دی او د حج سږنۍ پروسه بریالۍ ازرول شوې ده.

وروسته حاجی علی عطایی او حاجی امین الله ازره وال د نورو حاجیانو په استازیتوب خبرې وکړې او په هوایی ډګر کې یې د حاجیانو د هرکلی په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه او وې ویل، موږ د افغانستان د سوکالۍ، سولې او ثبات لپاره د قرآن عظیم الشان د ختمونو تر څنګ دعاوې هم وکړې.

دوی د حج پروسې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه او وې ویل، د دغې پروسې د بریالیتوب لپاره باید ستراتېژیک پلانونه طرحه او تطبیق شی، ترڅو حاجیانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شی.

جمهوررئیس غنی په خپلو خبرو کې افغان حاجیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې ستاسې هرکلی کوم.

جمهوررئیس په هیواد کې د تحمیل شوی جنګ او څلوېښت کلن بحران د ختمېدو په خاطر د لوی خدای په دربار کې د افغان حاجیانو د طاعات، عبادت او دعاګانو د قبلېدو هیله وکړه.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د حج پروسه کې لازیاتې ادارې او مدیریت ته اړتیا ده او دولت په دغه برخه کې هراړخیز پلان لری. د حج د پروسې بریا، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نه، بلکې دټولو دولتی ادارو دنده او مسئولیت دی.

هغه زیاته کړه: د حاجیانو لپاره د لازیاتو اسانتیاوو په خاطر د دوی کمپونه، د استوګنې ځایونه او لېږد پروسه اصلاح کیږی او آریانا افغان هوایی شرکت به په پښو ودرول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید