روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د دایکنډی خلکو ثابته کړه چې پیاوړی ولسواک نظام غواړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی دایکنډی ولایت ته د خپل سفر پر مهال وړمه ورځ غرمه د خلکو په یوه ستره غونډه کې چې په نیلی ښار کې جوړه شوی وه، ګډون او وینا وکړه.

د دې غونډې په پیل کې د دایکنډی والی انجینر محمود بلیغ خبرې وکړې او جمهوررئیس، د جمهوررئیس دویم مرستیال او ورسره پلاوی ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د دایکنډی ولایت خلک علم پروره، سوله خوښی او قدردان دی چې په ټولو ملی پروسو په ځانګړی ډول ټاکنو کې یې پراخه ونډه لرلی ده.

وروسته د دایکنډی د ولایتی شورا مرستیال زکریا هاشمی خبرې وکړې او د حکومت له سیاستونو څخه د ملاتړ ترڅنګ یې وویل، دایکنډی تر اوسه هم په امنیت، کرنې، مواصلاتو، روغتیا او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دی او هغه انکشافی بودجه چې د دې ولایت لپاره په پام کې نیول شوی ده، د اړتیاو ځواب نشی ویلای، نو له دې امله غوښتنه کوو چې دایکنډی ولایت دې دویمې درجې ته لوړ شی.

وروسته د جمهوری ریاست دویم مرستیال سرور دانش خبرې وکړې او د پوهنې او لوړو زده کړو د ودې او ښېرازۍ په برخه کې یې د دایکنډی ولایت د خلکو له هڅو مننه وکړه او د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې یې د دایکنډی ځوانانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې.

دانش وویل، د پاتو، کجران او ناوه میش ولسوالیو امنیت د حکومت د برنامو په لومړیتوب کې قرار لری او د دې ولایت نور ټول هغه لومړیتوبونه چې ورته رسیدګی کېږی د سړکونو جوړولو، هوایی ډګر او برېښنا انرژۍ د تامین څخه عبارت دی.

استاد دانش د دایکنډی له خلکو وغوښتل، د تېر په څېر د یووالی، پیوستون، له امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه د ملاتړ او ولسواک نظام په ساتنه کې خپله ونډه ادا کړی.

وروسته د هېواد جمهوررئیس خبرې وکړې او د ملت شهید سید مصطفی کاظمی او نورو شهیدانو روح ته یې د دعا ترڅنګ وویل، د دایکنډی خلکو په تېرو ۱۷ کلونو کې دا ثابته کړه چې پیاوړی ولسواک نظام غواړی او په ټوله هڅه ترې ملاتړ کوی.

جمهوررئیس د پوهنې د ودې په برخه کې د خلکو رول وستایه وې ویل، پر پوهنې پانګونه د دایکنډی ولایت له باارزښته دودونو څخه ده.

هغه د ټاکنو پروسه او د امنیتی او دفاعی ځواکونو په لیکو کې د ښځو فعاله رول وستایه وې ویل، وطن ته د خدمت په ټولو برخو کې د دایکنډی نجونو خپله ونډه ادا کړی ده.

جمهوررئیس محمداشرف غنی څرګنده کړه دویمې درجې ته د دایکنډی ولایت د لوړولو په برخه کې ستاسې وړاندېز ته لبیک وایم او دا ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته لوړېږی.

جمهوررئیس لوی درستیز ته لارښوونه وکړه، په دایکنډی ولایت کې دې د اردو د یوه کنډک د جوړولو ترتیبات ونیسی او په عین حال کې ۲۱۵ او ۲۰۵ قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چې د دې ولایت په ناامنو ولسوالیو کې دې چاڼیز عملیات وکړی.

جمهوررئیس غنی وویل، په دایکنډی ولایت کې ۷۰ کیلو متره سړک باندې کار کېږی او د فوایدعامې وزیر ته یې لارښوونه وکړه چې د شمال او سوېل دهلېز تخنیکی مطالعاتو کار دې چټک کړی، دغه راز د نیلی ښار هوایی ډګر جوړول تمویلېږی.

هغه زیاته کړه، د دایکنډی ولایت مقام کې ښځینه مشاوریت ایجادېږی چې تر ډېره به یې دنده د دې ولایت ښځو ته خدمت وی. دغه راز جمهوررئیس وویل، دې ولایت ته ښځینه څارنوالانې هم استخدامېږی او هغه ځانګړی بودجه چې د ولایتونو لپاره په پام کې نیول شوی ده، له هغې به په دایکنډی ولایت کې د ښځو د اقتصادی فعالیتونو لپاره یو مارکیټ جوړ شی.

د هېواد جمهوررئیس د سیمه‎‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د جمهوری ریاست دویم مرستیال په مشرۍ دې د دایکنډی د ظرفیتونو واضح ارزونه وکړی.

په دې غونډه کې د هېواد جمهوررئیس د نیلی ښار پنځو تنو ته د غیرپلانی سیمو د ملکیتونو سندونه ورکړل، دغه راز دوی جمهوررئیس ته د ملاتړ لیک هم ورکړ چې په کې له جمهوررئیس څخه په افغانستان کې د خوندی ملکیت د بنسټ اېښودونکی په توګه یادونه کړی ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید