روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د بهرنیو تولیداتو د قاچاق د مخنیوی په خاطر پنځه مرکزونه ایجادیږی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی چارشنبې ماښام د روژه ماتی په مېلمستیا کې د هیواد صنعتکارانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې.
په دې کتنه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه او د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتی مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاداه د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د صنعتکارانو د هڅونې په خاطر یې له جمهوررئیس څخه مننه وکړه وې ویل، هغه امتیازات او ارزښت چې دولت موږ ته راکړې، د صنعتکارانو د تشویق لامل ګرځېدلی او اوس دولت ستر مشتری دخصوصی سکتور دی.
کمین زاده وویل، سږکال صنعت ۷ سلنه وده کړی ده او زموږ صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی، دغه راز د هیواد په کچه ۳۲۰۰ فابریکې لرو چې هېوادوال مو په ویاړ سره تولیدات پېری.
وروسته د ښځو د سوداګرۍ خونې رئیسې منیژې وافق خبرې وکړې او د ښځو داخلی تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو، د سوداګرو ښځو د تشویق، د صنعت ودې ته د پاملرنې، ښځو ته د دولتی جایدادونو د اجارې او کرایه ورکولو د جلا طرزالعملونو د ایجاد، اجرایی کارکوونکو ته د اګاهۍ ورکولو، د تحقیق او انکشاف په برخه کې هر وزارت ته د کلنۍ بودجې د تخصیص، له کورنیو تولیداتو په ځانګړی ډول د لبنیاتو د صنعت او خصوصی سکتور د انکشاف په برخه کې د ډونرانو د تنظیم په برخه کې یې خپل وړاندیزونه بیان کړل.
وروسته جمهوررئیس غنی خبرې وکړې او د پانګوالو په ځانګړی ډول د صنعتکارانو له نوښتونو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل: زما غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې دولت خپل شریک وګڼئ او زموږ کار باید هدفمند وی.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د بهرنیو تولیداتو د مخنیوی په موخه چې په قاچاقی ډول افغانستان ته راوړل کیږی، د هیواد په بېلابېلو نقطو کې پنځه مرکزونه ایجادیږی او په دې برخه کې د سوداګراو او پانګوالو د همکارۍ غوښتونکی شو.
جمهوررئیس د ګمرکونو پر کنترول ټینګار وکړ او وې ویل، د ځمکې کرایه او اجاره په نوی طرزالعمل کې شامله شوې او ټول دولتی املاک د ښار جوړولو وزارت پورې تعلق لری.
جمهوررئیس غنی د ښارجوړولو او ځمکو وزیر ته لارښوونه وکړه چې دولتی املاک دې د شتمنۍ د تولید د وسیلې په توګه اماده کړی او له صنعت کارانو یې وغوښتل چې په لیکلې بڼه خپل شکایتونه وړاندې کړی.
جمهوررئیس د دولت او خصوصی سکتور ترمنځ په ځانګړی ډول د مخابراتی سکتور، بانکدارۍ او رسنیو پر لا زیاتې همغږۍ او ګډ لیدلوری ټینګار وکړ او وې ویل، د مشارکت بنسټ اېښودل شوی او په دې برخه کې لا زیات خوځښت ته اړتیا ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید