روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی د ملی امنیت د افشارو اداری کمپلکس کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

د ملی امنیت عمومی ریاست د ودانیو رئیس حبیب الرحمن روشان د دغې پروژې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: دغه روغتون په دیارلس جریبه ځمکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونو کې په نړیوالو نورمونو جوړېږی. دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه تر لسو پوړونو پورې د لوړولو او دوه سوه بستریز روغتون ته د ارتقاظرفیت لری.

نوموړی څرګنده کړه، ملی تدارکاتو ادارې له صفت ساختمانی شرکت سره د ۳۵۷،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یاد روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په درې کالو کې یې چارې بشپړېږی.

جمهوررئیس غنی د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د ملی امنیت د افشارو اداری کمپلکس د غونډوتالار کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د ملی امنیت عمومی ریاست سرپرست ډګرجنرال احمدضیا سراج جمهوررئیس ته دښه راغلاست پرمهال د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د افغانستان په کچه لومړنی دولتی روغتون وباله او ټولو ته یې د هغه د جوړولو مبارکی وویله.

نوموړی د طالبانو او داعش پر وړاندې د امنیتی او دفاعی ځواکونو بریالیو عملیاتو ته په اشارې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ښه امنیت د تامین په موخه د امنیتی او دفاعی ځواکونو کوښښونه، همغږی او همکاری وستایله.

د ملی امنیت د روغتیایی خدمتونو رئیس تورنجنرال
حشمت الله نوابی له جمهوررئیس غنی څخه د دغه روغتون د وړاندیز د منلو له امله مننه وکړه او وې ویل، دا روغتون به د امنیتی او دفاعی ځواکونو منسوبینو او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې ښه خدمات وړاندې او بهر ته به د دوی د تلو اړتیاراکمه کړی
.

جمهوررئیس غنی یادو مراسمو ته د وینا او د زړه سل بستریز روغتون د مبارکۍ پرمهال امنیتی او دفاعی ځواکونه د هیواد او ټولو هیوادوالو ویاړونه وبلل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل، ستاسو د هر یوه زړه زما زړه ته نېغه لاره لری او ستاسو زړونه چې شپه او ورځ هیواد ته د کار او خدمت لپاره تپېږی، د لا زیاتې قدردانۍ ترڅنګ یې له دې وروسته په کوردننه درملنه کېږی.

جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون قراردادی شرکت دې وهڅوی چې د جوړولو چارې په دوو کالو کې بشپړې کړی او همدارنګه دې په مسلکی پرسونل د پانګونې ترڅنګ له ملی تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ د یاد روغتون لپاره ټول د اړتیا وړ وسایل اولوازم برابر شی.

محمداشرف غنی له ډاکټر حشمت الله نوابی څخه د دغه روغتون د نظر او وړاندیز او له دې امله مننه وکړه چې د غازی
امان الله خان روغتون یې په یوه نمونه یی روغتون بدل کړی دی. همدارنګه یې هیله څرګنده کړه، چې د پولیسو روغتون هم ژر تر ژره په یو نمونه یی روغتون بدل شی
.

جمهوررئیس غنی د ملی امنیت د روغتیایی خدمتونو رئیس ته وویل چې د روغتونونو د لا ښه والی او تجهیز په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلی ډول له جمهوری ریاست سره شریک کړی. هغه زیاته کړه، د نظامی روغتونونو روغتیایی خدمات ښه شوی، مګر په ملکی روغتونو کې لا هم ستونزې موجودې دی او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لری.

جمهوررئیس د امنیتی او دفاعی ارګانونو ترمنځ همغږی او همکاری تصادفی نه، بلکې د دوی د پرلپسې هلوځلو لاسته راوړنه وبلله. هغه زیاته کړه، تاسو په وروستیو دوه میاشتو کې په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ثابته کړه چې د نظام ساتونکی او د جمهوریت ملاتړی یاست.

د هیواد جمهوررئیس امنیتی او دفاعی ځواکونو او ټولو هیوادوالو ته د نورو د توقع برخلاف او د طالبانو د تهدیدونو باوجود، د ولسمشریزو ټاکنو د بریالی ترسره کېدو مبارکی وویله.

جمهوررئیس د افغانستان د طبی شورا د مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل هلو ځلو ته په اشارې په ټینګار سره وویل، د دوی له لوری غوره شوی نورمونه او معیارونه باید تطبیق او هر ډاکټر د صحی بورډ له لوری د فعالیت جواز ولری او سویه یې تثبیت شی، ځکه د ډاکټر تېروتنه نه جبرانېدونکې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید