روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د امنیتی او دفاعی ارګانونوترمنځ همغږی په بېساری ډول زیاته شوې ده

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر خپل حضور ته ومانه. جنرال میلر د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو ورځ تر بلې زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوی وړتیاوې وستایلې او د تروریستانو په ځپلوکې یې د هغوی وروستی عملیات بریالی وبلل.

جنرال میلر د افغانستان د امنیتی او دفاعی ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د بریالیتوب لامل وباله او د دې ارګانونو په اړه د شوې ارزونې راپور یې له جمهوررئیس سره شریک کړ.

جنرال سکاټ میلر وویل، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په جګړه کې دښمن ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړی او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دی.

جمهوررئیس د افغانستان له امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه د ناټو د دوامداره ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د امنیتی او دفاعی ارګانونو ترمنځ همغږی په بېساری ډول زیاته شوې او دا کار د تروریستانو پر وړاندې په عملیاتو کې د بریالیتوب لامل شوی دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غنی وویل، د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه د تروریزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاری او ملاتړ مهم دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید